اسلام آباد۔18جولائی(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د خالي په شپه اسلام آباد كښې د کېپټل اېمرجنسی سروس لخوا تابيا كړې شوي فرضي فائر اېمرجسني مشق جاج واغست۔ په دې مهال فائر برېګېډ او اېمبولېس ډلې د اطلاع په ترلاسه كېدو يوازې په 8 دقيقې كښې د پېښې ځاې ته ورسېدې۔ وفاقي وزير په ټاكلي وخت كښې دننه فوري رسپانس ستائلو سره دا د کیپټل اېمرجنسی …
وفاقي وزير محسن نقوي د فرضي فائراېمرجنسي مشق جاج واغست
اسلام آباد۔18جولائی(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د خالي په شپه اسلام آباد كښې د کېپټل اېمرجنسی سروس لخوا تابيا كړې شوي فرضي فائر اېمرجسني مشق جاج واغست۔ په دې مهال فائر برېګېډ او اېمبولېس ډلې د اطلاع په ترلاسه كېدو يوازې په 8 دقيقې كښې د پېښې ځاې ته ورسېدې۔ وفاقي وزير په ټاكلي وخت كښې دننه فوري رسپانس ستائلو سره دا د کیپټل اېمرجنسی سروس پېشه ور صلاحيت او د آپرېشنل چمتوالي ښكاره ثبوت وګرځولو۔ د معائنې په مهال داخله وزير په دې خبره اندېښنه ښكاره كړه چې د کېپټل اېمرجنسی سروس ګاډي او آلات كال 2009 څخه وروستو بدل كړ شوې نه دي۔ ځينې فائر ټېنډر 1993 ماډل دي او اوس هم كارول كيږي۔ داخله وزير ته بريفنګ كښې ووئيلې شو چې اېمرجنسی اهلکارو ته څو كلونو څخه كومه باقاعده تربيه وركړې شوې نه ده۔ محسن نقوی د سي ډي اے چيئرمېن سهېل اشرف ته هدايت وكړو چې په 7 ورځو كښې دې د کېپټل اېمرجنسی سروس د بشپړ اپر ګرېډېشن بشپړه منصوبه وړاندې كړې شي۔ دغسې چې د وفاقی پلازمينې اېمرجنسي رسپانس لا مؤثر كړې شي۔ دا فرض مشق هغه مهال پېل كړے شو كله چې لنډ مهاله ډپټي كمشنر صاحبزاده يوسف په رېسكيو 1122 د فرضي اور لګېدو اطلاع وركولو سره د اېمرجنسي سروس د عملي استعداد جاج واغست۔ وفاقي وزير د كېپټل اېمرجنسي سروس په فوري رسپانس د اطمينان څرګندونه وكره۔ ده باور وركړو چې حكومت به کېپټل اېمرجنسی سروس ته نوي ګاډي ٬ ضروري آلات او نور ضروري سامان وركړي دغسې چې په اسلام آباد كښې په بېړني صورتحال د قابو موندلو استعداد لا مضبوط كړے شي۔










