د امنيتي ځواكونو وانا كښې په وخت كارروائي ٬ د ترھګرۍ لويه هڅه ناكامه كړې شوه

اسلام آباد۔18جولائی(اے پی پی) امنيتي ځواكونو د انټېليجنس بېسډ كارروايۍ د لارې د وانا او شاوخوا شهري آبادي يوې لويې ممكنه تباهۍ څخه بچ كړه۔ امنيتي ځواكونو د سوئيلي وزيرستان لوئر وانا (غواخوا) سيمه كښې بارودي مواد وړونكې ګاډې ځانمرګې بريد كښې كارول كېدو څخه وړاندې تباه كړو۔ د كارروايۍ په مهال امنيتي ځواكونو زيات پېشه ور مهارت سره د وګړو د ځان او مال تحفظ باوري كړو۔ امنيتي ځواكونو …

اسلام آباد۔18جولائی(اے پی پی) امنيتي ځواكونو د انټېليجنس بېسډ كارروايۍ د لارې د وانا او شاوخوا شهري آبادي يوې لويې ممكنه تباهۍ څخه بچ كړه۔ امنيتي ځواكونو د سوئيلي وزيرستان لوئر وانا (غواخوا) سيمه كښې بارودي مواد وړونكې ګاډې ځانمرګې بريد كښې كارول كېدو څخه وړاندې تباه كړو۔ د كارروايۍ په مهال امنيتي ځواكونو زيات پېشه ور مهارت سره د وګړو د ځان او مال تحفظ باوري كړو۔ امنيتي ځواكونو درې ورځې بريد لپاره د چمتو دې ګاډي نګراني وكړه او آبادۍ څخه په وتلو يۍ په نښه كړو۔ د دې كاميابۍ كارروايۍ په مهال ګاډې او موټر سائيكل تباه كړې شو او يو خارجي ووژل شو۔ په دې مهال 5 نور ترهګر ژوبل هم شول۔ د ترهګرۍ په ضد دا كاميابه كارروائي د دې خبرې ښكاره ثبوت دے چې امنيتي ځواكونه د امن دښمنه عناصر په ضد د فولادي ديوال په څير مضبوط ولاړ دي۔