د خزانې وزير سينيټر محمد اورنګزيب په مشرۍ كښې د کيپټل مارکيټ ډويلپمنټ کونسل غونډه٬ د سرمايه جاتي ماركيټ په اصلاحاتو د تېز رفتار عملدرامد امر

  اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب  په مشرۍ كښې د کيپټل مارکيټ ډويلپمنټ کونسل (سي ايم ډي سي) غونډه شوې چې پكښې د سرمايه جاتي ماركيټ په اصلاحاتو د كېدونكې پېشرفت جاج واخستې شو٬ په غونډه خښې په خاص توګه د پاکستان کارپوريټ قرضه مارکيټ د تيز رفتارې ترقۍ او د نجي څانګې لپاره د اوږدې مودې مالي وسائلو لاس رسنه …

 

اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب  په مشرۍ كښې د کيپټل مارکيټ ډويلپمنټ کونسل (سي ايم ډي سي) غونډه شوې چې پكښې د سرمايه جاتي ماركيټ په اصلاحاتو د كېدونكې پېشرفت جاج واخستې شو٬ په غونډه خښې په خاص توګه د پاکستان کارپوريټ قرضه مارکيټ د تيز رفتارې ترقۍ او د نجي څانګې لپاره د اوږدې مودې مالي وسائلو لاس رسنه كښې د سرمايه جاتي ماركيټ كردار قوي كوول پلو پاملرنه وشوه۔ په غونډه كښې د پاکستان سرمايه جاتي منډۍ د موجوده صورتحال جاج واخستې شو او په خاص توګه د کارپوريټ قرضه مارکيټ ترقۍ او تر متنوع مالياتي ذريعو رسنه په زياتولو غور وشو۔ د خزانې وزير ووئيل هر څو كه په ايکويټي مارکيټ كښې د ډاډ وړ  پېشرفت شوے دے خو کارپوريټ قرضه مارکيټ اوس هم د معيشت د مالي ضرورتونو په مقابل كښې ښه ترقي ونه كړئ شوه۔ ده ووئيل چې قرضه سرمايه مارکيټ ته پراختيا وركول، په بينکونو انحصار کمول، په مارکيټ اډانه متنوع مالياتي ذريعو ته وده وركول او داسې متوازن او مضبوط مالياتي نظام جوړولو ته اړتيا ده كوم چې په خاص توګه كوچنۍ او د مېنځنۍ درې كاروبار (ايس ايم ايز) ضرورتونه ترسره كړې شي۔ په غونډه كښې د پاکستان د ځائي کرنسۍ سره تړلے بانډ د مارکيټ د ترقۍ په حواله جاري د بهرنے تحقيقي مطالعے دائره كار او په شرائطِ کار (ټي او آرز) هم غور وكړو۔

مزید خبریں