اسلام آباد۔17جولائی(اے پی پی)د وزيراعظم د صنعت او پېداوار خاص مرستيال هارون اختر خان وئېلي دي چې پاكستان مينوفيكچرنګ هب جوړولې كيږي٬چينائي كمپنو پاكستان كښې لويه سرمايه كاري او مينو فيكچرنګ كښې خوښي ښكاره كړې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده پاكستان-چين فارماسيوټيكل اينډ هيلتھ كيئر بي ټو بي انويسټمنټ كنفرنس په موقع نيوز كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ په دې موقع د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال ٬ …
فارماسيوټيكل سيكټر كښې د سرمايه كارۍ لوظ نامې به مهم سنګ ميل ثابت شي: خاص مرستيال هارون اختر خان

مزید خبریں
اسلام آباد۔17جولائی(اے پی پی)د وزيراعظم د صنعت او پېداوار خاص مرستيال هارون اختر خان وئېلي دي چې پاكستان مينوفيكچرنګ هب جوړولې كيږي٬چينائي كمپنو پاكستان كښې لويه سرمايه كاري او مينو فيكچرنګ كښې خوښي ښكاره كړې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده پاكستان-چين فارماسيوټيكل اينډ هيلتھ كيئر بي ټو بي انويسټمنټ كنفرنس په موقع نيوز كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ په دې موقع د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال ٬ چين كښې د پاكستان سفير خليل هاشمي او نور هم موجود وو۔خاص مرستيال ووئيل چې كوم خلك دا وايي چې پاكستان كښې څوك سرمايه كاري كولو يا راتللو لپاره تيار نه دي٬هغوي دې د پاكستان-چين فارماسيوټيكل اينډ هېلتھ كيئر بي ټو بي انويسټمنټ كنفرنس منظر پخپله وګوري۔ده ووئيل كنفرنس كښې ګډون لپاره چين څخه له 300 زيات پلاوي پاكستان ته راغلې دي كوم چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د زيات شوې اقتصادي او صنعتي مرستې بشپړ باور څرګندونه ده۔هارون اختر ووئيل فارماسيوټيكل سېكټر سره سره موبائل فون او نور صنعتي څانګو كښې هم سرمايه كاري راروانه ده او د تېرو 7 نه تر 8 مياشتو په مهال بيلو څانګو كښې 7 نه تر 8 د سرمايه كارۍ لوظ نامې شوې دي۔ده ووئيل چې په دې لوظ نامو كښې نزدې په 30 فيصد عملي كار پیل شوې دې كوم چې په حكومتي پالېسو د سرمايه كارو د باور څرګندونه ده۔خاص مرستيال وويل چې پاكستان-چين كنفرنس كښې په وړومبۍ ورځ د 500 ملين ډالر ماليت لوظ نامې ترسره شوې او هيله ده چې كنفرنس كښې د شويو لوظ نامو حجم تر اربونو ډالرو ورسي۔ ده ووئيل چې د سرمايه كارو كمپنو راتلل دومره زيات شوي چې هغوي سره ملاقاتونو او معاملات ترسره كولو لپاره وخت هم كم دې۔هارون اختر ووئيل چې يوازې فارماسيوټيكل سېنكټر كښې د سرمايه كارۍ لوظ نامې به د پاكستان روغتيا او صنعتي څانګې لپاره يو مهم سنګ ميل ثابت شي۔










