اسلام آباد۔17جولائی(اے پی پی) د پاكستان-چين بي ټو بي انوېسټمنټ كنفرنس په مهال پاكستان فارماسيوټيكل څانګه كښې د سرمايه كارۍ او ټېكنالوجۍ ودې پلو يو مهم پېشرفت رامخې ته شوې۔د جمعې په ورځ د روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال د وزيراعظم د صنعت او پیداوار خاص مرستيال هارون اختر سره د پاكستان-چين بي ټو بي انوېسټمنټ كنفرنس په موقع ګډ خبري كنفرنس ته خطاب وكړو۔د روغتيا وفاقي ووئيل چې …
پاكستان٬چين بي ټو بي كنفرنس:فارماسيوټيكل څانګه كښې د 100 ملين ډالر لوظ نامې

مزید خبریں
اسلام آباد۔17جولائی(اے پی پی) د پاكستان-چين بي ټو بي انوېسټمنټ كنفرنس په مهال پاكستان فارماسيوټيكل څانګه كښې د سرمايه كارۍ او ټېكنالوجۍ ودې پلو يو مهم پېشرفت رامخې ته شوې۔د جمعې په ورځ د روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال د وزيراعظم د صنعت او پیداوار خاص مرستيال هارون اختر سره د پاكستان-چين بي ټو بي انوېسټمنټ كنفرنس په موقع ګډ خبري كنفرنس ته خطاب وكړو۔د روغتيا وفاقي ووئيل چې د پاكستان فارماسيوټيكل سېكټر لپاره نننۍ ورځ ډېره د اهميت وړ ده۔ ده ووئيل چې كنفرنس كښې بيلو څانګو سره تعلق لرونكو 170 چينائي پلاويو ګډون كړې او نن فارماسيوټيكل سيكټر كښې د 100 ملين امريكائي ډالر لوظ نامې كېدونكې دي۔ مصطفٰی كمال ووئيل د اطلاعات وزارت كنفرنس سره اړوند ټول دستاويزات د چين په ژبه كښې ترجمه كړي چې ورسره د دواړو هېوادونو ترمينځه موثر رابطې ته وده ترلاسه شوې۔ ده دا كنفرنس پاكستان لپاره “ګيم چينجر”ګرځولو سره ووئيل د دې د لارې نړۍ ته د پاكستان استعداد٬ د سرمايه كارۍ موقعې او مثبت تشخص رامخې ته شوې۔ده ووئيل د ټېكنالوجۍ منتقلۍ د لارې به پاكستان تر نوې نړيوالو منډو لاسرسي ترلاسه كړي او فارماسيوټيكل څانګه كښې د عصري ټېكنالوجۍ منتقلۍ سره به د روزګار نوې موقعې ترلاسه شي۔










