اسلام آباد۔17جولائی(اے پی پی)پاكستان چين فار ماسيوټيكل اينډ هيلتھ كيئر بي ټي بي انويسټمنټ كنفرنس د جمعې په ورځ پېل شوې۔وزيراعظم شهباز شريف د كنفرنس پرانسته وكړه۔دا دوه ورځنې كنفرنس د قومي روغتيا وزارت د ډرګ ريګوليټري اتهارټي آف پاكستان٬ټريډ ډوېلپمنټ اتهارټي آف پاكستان او بورډ آف انويسټمنت اشتراك سره كوي۔ كنفرنس كښې 450 څخه زياتې كمپنۍ ګډون كوي چې پكښې 300 څخه زياتې پاكستانۍ او 150 نوموړې چينائي …
پاكستان چين فار ماسيوټيكل اېنډ هېلتھ كيئر بي ټي بو انوېسټمنټ كنفرنس پېل شو

مزید خبریں
اسلام آباد۔17جولائی(اے پی پی)پاكستان چين فار ماسيوټيكل اينډ هيلتھ كيئر بي ټي بي انويسټمنټ كنفرنس د جمعې په ورځ پېل شوې۔وزيراعظم شهباز شريف د كنفرنس پرانسته وكړه۔دا دوه ورځنې كنفرنس د قومي روغتيا وزارت د ډرګ ريګوليټري اتهارټي آف پاكستان٬ټريډ ډوېلپمنټ اتهارټي آف پاكستان او بورډ آف انويسټمنت اشتراك سره كوي۔ كنفرنس كښې 450 څخه زياتې كمپنۍ ګډون كوي چې پكښې 300 څخه زياتې پاكستانۍ او 150 نوموړې چينائي صنعتي ادارې شاملې دي۔ د پرانستې دستورې څخه وړاندې د قومي روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال د خاص مېلمنو تود هركلي كولو سره د كنفرنس تياريانو په اړه بريفنګ وركړو۔ د دستورې په مهال د دواړو هېوادونو كمپنيو ترمينځه د 446 ملين امريكائي ډالر ماليت 9 تاريخي تجارتي لوظنامې لاس ليك شوې چې پكښې د ځايې مينو فيكچرنګ٬ټېكنالوجۍ منتقلۍ٬شريكې سرمايه كارۍ او د برآمدي استعداد زياتولو منصوبې شاملې دي۔دستوره كښې په پاكستان كښې د چين سفير جيانګ زيډونګ خپل خطاب كښې ووئيل چې پاكستان سره زمونږ هر موسم تزويراتي شراكتداري پياوړې پاتې شوې ده د روغتيا څانګه د دې يوه مهمه ستن ده۔ دا كنفرنس يوازې تر كاروباري لوظنامو محدود نه بلكې د ټېكنالوجۍ منتقلۍ٬ د ځايې استعداد رامخې ته كولو او منطقې لپاره د يوې عصري صنعتي او برآمدي راهدارۍ جوړولو ذريعه هم ده۔ دستورې ته د وزيراعظم د صنعت او پیداوار خاص مرستيال هارون اختر خان هم خطاب وكړو۔










