اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي) د سينېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني موثر قانون سازي، د جمهوري ادارو استحکام او د اولسي مسئلو حل كښې د پارلمان په كردار رڼا اچولو سره ووئيل چې ملي وحدت٬ سياسي استحکام او معاشي اصلاحات د پاکستان تل پاتې پرمختګ لپاره ضروري دے۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د ماسخوتن مېلمستيا ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ د سينيټ سيکرټريټ له …
ملي وحدت٬ سياسي استحکام او معاشي اصلاحات د پاکستان تل پاتې پرمختګ لپاره ضروري دے۔ د سينېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني

مزید خبریں
اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي) د سينېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني موثر قانون سازي، د جمهوري ادارو استحکام او د اولسي مسئلو حل كښې د پارلمان په كردار رڼا اچولو سره ووئيل چې ملي وحدت٬ سياسي استحکام او معاشي اصلاحات د پاکستان تل پاتې پرمختګ لپاره ضروري دے۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د ماسخوتن مېلمستيا ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ د سينيټ سيکرټريټ له مخې د جاز ورلډ مشر ظهير مهدي لخوا د سېنېټ چيئرمين او د خزانې وفاقي وزير په درناوي كښې د ماسخوتن مېلمستيا كړې چې پكښې کاروباري، مالياتي او د سماجي څانګو نوموړو شخصياتو ګدون كړې۔ د دستورې په مهال د هېواد په سياسي و معاشي صورتحال، د سرمايه کارۍ په وده، ډيجيټل معيشت، زرعي پرمختګ، د ځوانانو په روزګار او د قامي پرمختګ په چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني ووئيل چې موثر قانون سازي، د جمهوري ادارو استحکام او د اولسي مسئلو حل كښې د پارلمان په كردار رڼا اچولو سره ووئيل چې ملي وحدت٬ سياسي استحکام او معاشي اصلاحات د پاکستان تل پاتې پرمختګ لپاره ضروري دے









