وزيراعظم بنو كښې د 24 ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې

  اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف بنو او شاوخوا سيمو كښې په استخبارات اډانه د كامياب كارروائيو په مهال د هند ملاتړ لرونكو فتنة الخوارج 24 ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم ووئيل د ترهګرۍ اوسنيو بريدونو او په خاص توګه په بنو كښې په پوليس او بې ګناه وګړو …

 

اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف بنو او شاوخوا سيمو كښې په استخبارات اډانه د كامياب كارروائيو په مهال د هند ملاتړ لرونكو فتنة الخوارج 24 ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم ووئيل د ترهګرۍ اوسنيو بريدونو او په خاص توګه په بنو كښې په پوليس او بې ګناه وګړو بزدلانه بريدونو كښې د ككړو په ضد د امنيتي ځواكونو په وخت او موثره کارروايۍ د ستائنې وړ دي۔ ده ووئيل ټول قام خپلو مېړنو ځوانانو سره ولاړ دے۔ ده ووئيل د ترهګرۍ لعنت او د دې د سهولت كارو بشپړه خاتمه د حکومت وړومبۍ ترجيح ده۔ وزيراعظم ووئيل د ترهګرو ناوړه عزائم به په هر قېمت ناكامه كولې شي او په داسې بزدلانه بريدونو كښې ككړ كسان به انصاف سره مخ كولې شي