وفاقي وزير طارق فضل چوهدري بنو كښې د خوارجو په ضد په کارروائيو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې

  اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري سکيورټي فورسز ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ويلي چې بنو كښې د خوارجو په ضد کارروائيو كښې د فورسز په وظيفائي پوهه او مړانه ټول قام وياړي۔ د جمعې په ورځ خپل اېكس پوسټ كښې ده ووئيل  د خوږ هېواد امن لپاره زمونږ مېړني ځوانان قربانۍ وركوي٬ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې …

 

اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري سکيورټي فورسز ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ويلي چې بنو كښې د خوارجو په ضد کارروائيو كښې د فورسز په وظيفائي پوهه او مړانه ټول قام وياړي۔ د جمعې په ورځ خپل اېكس پوسټ كښې ده ووئيل  د خوږ هېواد امن لپاره زمونږ مېړني ځوانان قربانۍ وركوي٬ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې ټول قام خپلو امنيتي ځواكونو سره ولاړ دے۔ ده ووئيل د پاکستان امن و استحکام ته زيان رسوٶنكے هر سازش به ناكامه كولې شي٬ د عزمِ استحکام له مخې د ترهګرۍ تر بشپړه خاتمې به د سکيورټي فورسز کارروايۍ جاري وي۔