اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي) "آپريشن شعبان" د بلوچستان پشمول ګرده منطقه كښې د امن ضامن دے كوم چې په نړيواله كچه ستائلې شي ٬ بلوچستان څخه د ترهګرۍ خاتمې لپاره "آپرېشن شعبان" كښې فتنة الخوارج او د فتنة الهند خوندي ځايونه كاميابۍ سره په نښه كېږي٬ د نوموړې نړيوالې مجلې "دي ډپلومېټ" له مخې منګي ډېم سره نزدې د ترهګرو له بريد څخه وروستو پاك پوځ، …
“آپريشن شعبان” د بلوچستان پشمول ګرده منطقه كښې د امن ضامن، په نړيواله كچه ستائلې شي

مزید خبریں
اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي) “آپريشن شعبان” د بلوچستان پشمول ګرده منطقه كښې د امن ضامن دے كوم چې په نړيواله كچه ستائلې شي ٬ بلوچستان څخه د ترهګرۍ خاتمې لپاره “آپرېشن شعبان” كښې فتنة الخوارج او د فتنة الهند خوندي ځايونه كاميابۍ سره په نښه كېږي٬ د نوموړې نړيوالې مجلې “دي ډپلومېټ” له مخې منګي ډېم سره نزدې د ترهګرو له بريد څخه وروستو پاك پوځ، د بلوچستان اېف سي او پوليس د فتنة الخوارج په ضد “آپريشن شعبان” پېل كړو٬ په دې عملياتو كښې د فتنه الخوارج او فتنة الهند د سلګونو په شمېر ترهګر وژلې شوې دي٬ د افغان طالبان حليف فتنة الخوارج او فتنه الهند امنيتي ځواكونه او د بلوچستان پرمختيائي منصوبې په نښه كړې٬ آپرېشن شعبان د ترهګرو نيټ ورکس تباه كولو او په بلوچستان كښې د رياستي رټ بحالۍ لپاره د اوږدې مودې د عسکري كمپائن په توګه ډيزائن كړېشوے دے۔ آپرېشن شعبان كښې سوئيلي بلوچستان كښې دفتنه الهند او دې سره تړلې د بېلتون خوښو ډلو او په شمالي ضلعو كښې فتنة الخوارج په نښه كوي او د دې عملياتو په زړه پورې اثرات نه يوازې بلوچستان بلکې د پاکستان په مجموعي كورني استحکام هم مرتب كېږي۔ آپرېشن سره كه امنيت وضعه ښه شي او د بامقصده مذاکراتو لار هواره شي نو دا به په منطقه كښې د امن او استحکام بحالۍ پلو يو اهم قدم وي۔ د پوهانو له مخې د آپرېشن شعبان پېل دې خبرې ته اشاره ده چې د فتنه الخوارج او فتنه الهند لخوا رامخې ته شوې خطرې ھغه حد ته رسېدلې وې چرته چې يوه لويه كاروائي ضروري وه، د بلوچستان صورتحال سنبھالولو لپاره عسکري کارروايۍ ضروري دي خو دې سره سره ځائي ادارې مضبوطول او اقتصادي پرمختګ هم ضروري دے









