نائب وزيراعظم اسحاق ډار شنګھائي كښې د انډونيزيا د اقتصادي چارو وزير سره وليدل

  اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم/خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار وئيلي دي په شنګھائي كښې د ورلډ آرټيفيشل انټيليجنس کوآپريشن آرګنائزيشن په موقع د انډونيزيا د اقتصادي چارو وزير ايرلانګا هرتارتو سره په ملاقات خوشحاله شوے يم۔ د جمعې په ورځ خپل اېكس پېغام كښې نائب وزيراعظم ووئيل مونږ د دواړو هېوادونو ترمېنځه دوه اړخَيزه اړيكې لا قوي كولو او په ترجيحي څانګو كښې مرستې ته …

 

اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم/خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار وئيلي دي په شنګھائي كښې د ورلډ آرټيفيشل انټيليجنس کوآپريشن آرګنائزيشن په موقع د انډونيزيا د اقتصادي چارو وزير ايرلانګا هرتارتو سره په ملاقات خوشحاله شوے يم۔ د جمعې په ورځ خپل اېكس پېغام كښې نائب وزيراعظم ووئيل مونږ د دواړو هېوادونو ترمېنځه دوه اړخَيزه اړيكې لا قوي كولو او په ترجيحي څانګو كښې مرستې ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل د دې نه علاوه د شريكې خوښې په سيمه ايزو او ګڼ اړخيزه چارو هم خبرې وشوې۔ سېنېټر اسحاق ډار ووئيل مونږ په دسمبر كال 2025 كښې د انډونيزيا صدر پرابوو سوبيانتو د پاکستان د تاريخي دورې په مهال په شوې مفاهمتونو عمل درآمد، د اهم اقتصادي او پرمختيائي نتيجو هم جاج واخستې شو او د دې عزم پخلې وكړے شو چې  دا به دواړو وروڼو هېوادونو لپاره عملي او په كوټلې نتيجو كښې بدلولې شي۔