پېنډۍ 17 جولائي (اے پي پي) سکيورټي فورسز د تېرو 24 ساعتونو په مهال ضلع بنو او شاوخوا سيمو كښې هندي پراكسي فتنة الخوارج سره تعلق لرونكي 24 خوارج وژلي دي۔ د جمعې په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې ضلع بنو كښې هندي پراکسي فتنه الخوارج د بريدونو د لارې قانون نافذ كوٶنكې ادارې او بې ګناه وګړي په نښه كړي۔ امنتي …
سکيورټي فورسز په 24 ساعتونو كښې بنو او شاوخوا سيمو كښې 24 ترهګر ووژل: آئي ايس پي آر
پېنډۍ 17 جولائي (اے پي پي) سکيورټي فورسز د تېرو 24 ساعتونو په مهال ضلع بنو او شاوخوا سيمو كښې هندي پراكسي فتنة الخوارج سره تعلق لرونكي 24 خوارج وژلي دي۔ د جمعې په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې ضلع بنو كښې هندي پراکسي فتنه الخوارج د بريدونو د لارې قانون نافذ كوٶنكې ادارې او بې ګناه وګړي په نښه كړي۔ امنتي ځواكونو په دې بريدونو كښې د ككړو كسانو او د دوئي د پلويانو لټون لپاره په استخبارات اډانه عمليات پېل كړل او په تېرو 24 ساعتونو كښې يۍ په بنو ضلع او شاوخوا سيمو كښې 24 ترهګر ووژل۔ دوئي څخه وسله او ګوله باردو برامد كړې شوې دي، وژلې شوي ترهګر په يو شمېر هڅو او د بې ګناه وګړو په قتل كښې مطلوب وو۔ په بيان كښې ويلې شوي چې په سيمه كښې به کارروائۍ جاري وي او په ناوړه او بزدلانه کارروائيو كښې ككړ كسان به انصاف سره مخ كولې شي٬ د پاکستان سکيورټي فورسز او قانون نافذ کوٶنكې ادارو لخوا د عزم استحکام وژن له مخې د ترهګرۍ مخنيوي كمپائن به بشپړه شدت سره جاري وي۔










