ورلډ آرټیفیشل انټیلی جنس کوآپرېشن آرګنائزیشن لوظنامه 29 هېوادونو لاس ليك كړه

  شنګھائی۔17جولائی(اے پی پی) د ورلډ آرټیفیشل انټیلی جنس کوآپریشن آرګنائزیشن جوړولو لوظنامه 29 هېوادونو لاس ليك كړه۔ اماراتی نیوز ایجنسۍ د شنهوا حوالې سره وئيلي چې ډبلیو اے آئی سی او  به يو آزاد بېن الحكومتي نړيوال تنظيم وي د دې صدر دفتر به شنګھائي كښې جوړولے شي۔ په لوطنامه لاس ليك كونكو 29 هېوادونو كښې د پاكستان ٬ روسيه ٬ قازقستان او انډونېشيا په شمول نور هېوادونه شامل …

 

شنګھائی۔17جولائی(اے پی پی) د ورلډ آرټیفیشل انټیلی جنس کوآپریشن آرګنائزیشن جوړولو لوظنامه 29 هېوادونو لاس ليك كړه۔ اماراتی نیوز ایجنسۍ د شنهوا حوالې سره وئيلي چې ډبلیو اے آئی سی او  به يو آزاد بېن الحكومتي نړيوال تنظيم وي د دې صدر دفتر به شنګھائي كښې جوړولے شي۔ په لوطنامه لاس ليك كونكو 29 هېوادونو كښې د پاكستان ٬ روسيه ٬ قازقستان او انډونېشيا په شمول نور هېوادونه شامل دي كوم به چې د تنظيم باني غړي وي۔ د لوظنامې له مخې تنظيم به د ملګرو ملتونو د منشور د مقاصدو رعايت او د مشاورت ٬ همكارۍ او شريكو ګټو اصولو لاندې كار كوي او بشري خېر ښېګړه به د خپلو فعاليتونو محور جوړوي۔ د تنظیم مقصد د مصنوعی ذهانت (AI) په څانګه كښې نړيوالې همكارۍ او نړيوال نظم ونسق ته وده وركول او دا خبره باوري كول دي چې مصنوعی ذهانت دې محفوظ ٬ عادلانه او انسانيت لپاره ګټور وي دغسې چې ددې منظم پرمختګ څخه ګرده نړۍ استفاده وكړې شي۔(اے پي پي)