د نائب وزيراعظم اسحاق ډار د چين خارجه وزير سره ملاقات ٬ تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ سائنس او ټېكنالوجي ٬ ډيجيټل معيشت او د مصنوعي ذهانت په څانګو ښې عملې همكارۍ ته په لا وده وركولو اتفاق

  شنګھائی۔17جولائی(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار په شنګھائي كښې د ورلډ آرټیفیشل انټیلیجنس کوآپرېشن آرګنائزېشن جوړېدو په موقعه د چين خارجه وزير وانګ اي سره ملاقات وكړو۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر له مخې نائب وزيراعظم سره د آئي ټي وفاقي وزيره شزا فاطمه خواجه، د پنجاب وزير اعلی د اے آئي او خصوصي اقداماتو سلاكار علی مصطفیٰ ډار، د پاکستان ورچوئل اثاثه …

 

شنګھائی۔17جولائی(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار په شنګھائي كښې د ورلډ آرټیفیشل انټیلیجنس کوآپرېشن آرګنائزېشن جوړېدو په موقعه د چين خارجه وزير وانګ اي سره ملاقات وكړو۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر له مخې نائب وزيراعظم سره د آئي ټي وفاقي وزيره شزا فاطمه خواجه، د پنجاب وزير اعلی د اے آئي او خصوصي اقداماتو سلاكار علی مصطفیٰ ډار، د پاکستان ورچوئل اثاثه جات رېګولېټری اتھارټی چیئرمېن بلال بن ثاقب، د خارجه وزارت اېډیشنل سېکرټری (اېشیا پېسېفک) ډاکټر سید اسد علی ګیلانی او چين كښې دپاكستان ناظم الامور اعزاز خان هم موجود و۔ دواړو لارښودو د پاكستان او چين ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو د پراخا برخو جاج واغست۔ دوي د پاکستان۔چین په همه موسمی سټرېټجک مرسته اډانه همكاري لا پياوړې كولو له د خپل ګډ عزم پخلے وكړو۔ دواړو اړخونو د سي پېك 2.0  لاندې د اعلی معيار پرمختګ مخ په وړاندې د بوتللو په اهميت زور راوړو۔ په دې موقع تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ سائنس او ټېكنالوجي ٬ ډيجيټل معيشت او د مصنوعي ذهانت په څانګو كښې عملې همكارۍ ته په لا وده وركولو اتفاق وكړے شو۔ په ملاقات كښی منطقه او نړۍ كښې په روانه وضعه هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دواړو هېوادونو د شريكې خوښې په چارو يو بل سره د مشاورت او ګڼ اړخيزه فورمونو د همكارۍ روانې ساتلو له د خپل عزم پخلے وكړو۔ دا ملاقات د دواړو هېوادونو ترمينځه په جدت اډانه لرونكې ټېكنالوجۍ او د مصنوعي ذهانت په څانګو كښې همكارۍ ته د ودې وركولو ګډ عزم عكاسي كوي