اسلام آباد۔17جولائی(اے پی پی) نائب وزيراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار وئيلي دي په شنګھائي كښې د ورلډ آرټيفيشل انټېلېجنس كنفرنس په موقع د ملګرو ملتونو عمومي سېكرټري سره په ملاقات خوشحاله شوے يم۔ د جمعې په ورځ په اېكس خپل پېغام كښې نائب وزيراعظم ووئيل دا د مصنوعي ذهانت په څانګه كښې نړيوالې همكارۍ لپاره يو نوې نړيوال پلېټ فارم دے۔ نائب وزيراعظم ووئيل مونږ په ملګرو ملتونو كښې خپل …
د نائب وزيراعظم اسحاق ډار شنګھائي كښی انتونيو ګوتريس سره ملاقات
اسلام آباد۔17جولائی(اے پی پی) نائب وزيراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار وئيلي دي په شنګھائي كښې د ورلډ آرټيفيشل انټېلېجنس كنفرنس په موقع د ملګرو ملتونو عمومي سېكرټري سره په ملاقات خوشحاله شوے يم۔ د جمعې په ورځ په اېكس خپل پېغام كښې نائب وزيراعظم ووئيل دا د مصنوعي ذهانت په څانګه كښې نړيوالې همكارۍ لپاره يو نوې نړيوال پلېټ فارم دے۔ نائب وزيراعظم ووئيل مونږ په ملګرو ملتونو كښې خپل اوسني ملاقاتونه او ټېلېفوني رابطه په زړه پورې ډوليادې كړې او په منطقه او نړۍ كښې په روانه وضعه مو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ نائب وزيراعظم وويل مونږ په نړيوالو چېلنجونو قابو موندلو ٬ امن ته وده وركولو ٬ تلپاتي پرمختګ او ټولو لپاره په يو برابر او بشپړ پېشرفت مخ په وړاندې بوتللو له په ګڼ اړخيزه همكارۍ هم خبرې وكړې۔










