اولس رنځونو څخه ساتلو ته خاص پام لرنه كوو:وفاقي وزير سيد مصطفیٰ كمال

  اسلام آباد 16 جولائي(اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفیٰ كمال وئيلي دي اولس رنځونو څخه محفوظ ساتلو ته خاص پام لرنه كوو او يونيورسل هېلتھ كوريج ته وده وركول د حكومت مهم هدف دے، پاكستان دا مهال د روغتيا څانګه كښې ګڼو چيلنجونو سره مخ دے دغسې د متعدي او غير متعدي رنځونو فشار پرله پسې زياتيږي،په دې چيلنجونو په ښه ډول قابو موندلو لپاره …

 

اسلام آباد 16 جولائي(اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفیٰ كمال وئيلي دي اولس رنځونو څخه محفوظ ساتلو ته خاص پام لرنه كوو او يونيورسل هېلتھ كوريج ته وده وركول د حكومت مهم هدف دے، پاكستان دا مهال د روغتيا څانګه كښې ګڼو چيلنجونو سره مخ دے دغسې د متعدي او غير متعدي رنځونو فشار پرله پسې زياتيږي،په دې چيلنجونو په ښه ډول قابو موندلو لپاره د روغتيا وزارت په لويه كچه اصلاحات كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د روغتيا  قامي ادارې (اېن آئي اېچ) بورډ آف ګورنرز غونډي ته وينا كښې وكړه۔ده سپارښتنه وكړه چې د رنځونو خطرو په وخت نشاندهي كولو لپاره رئيل ټائم نګرانۍ نظام دې لا قوي كړې شي۔د روغتيا وفاقي وزير د ټولو غړو هركلې كولو سره په هغوي زور راوړو چې قامي اداره د جديد تقاضو له مخې روانولو له موثره اقدامات باوري كړي۔وفاقي وزير ووئيل د روغتيا قامي ادارهٔ د هېواد د صحت نظام كښې مركزي حيثيت لري او د وبائي رنځونو مخنيوي، تشخيص، تحقيق، تربيې او په شواهد اډانه پاليسي جوړولو كښې كليدي كردار ترسره كوي۔