پاك چين فارماسيوټيكل وهېلتھ كيئر بي ټو بي انوېسټمنټ كنفرنس سبا پېل كيږي

  اسلام آباد۔16جولائی (اے پی پی) د پاکستان او چین ترمينځه د فارماسیوټیکل او هېلتھ کېئر څانګو كښې سرمایہ کارۍ، صنعتی همكارۍ او کاروباری تړون ته وده وركولو له "پاک۔چین فارماسیوټیکل اېنډ هېلتھ کېئر بی ټو بی انوېسټمنټ كنفرنس 2026 (سبا) د جمعې په ورځ په 17 جولائي اسلام آباد كښې پېل كيږي۔ په کنفرنس كښې 160 څخه زياتې فارما سیوټیکل کمپنۍ او نزدې 500 چینائي سرمايه كار او پاكستاني …

 

اسلام آباد۔16جولائی (اے پی پی) د پاکستان او چین ترمينځه د فارماسیوټیکل او هېلتھ کېئر څانګو كښې سرمایہ کارۍ، صنعتی همكارۍ او کاروباری تړون ته وده وركولو له “پاک۔چین فارماسیوټیکل اېنډ هېلتھ کېئر بی ټو بی انوېسټمنټ كنفرنس 2026 (سبا) د جمعې په ورځ په 17 جولائي اسلام آباد كښې پېل كيږي۔ په کنفرنس كښې 160 څخه زياتې فارما سیوټیکل کمپنۍ او نزدې 500 چینائي سرمايه كار او پاكستاني كاروباري شخصيات ګډون كوي په كومو كښی به چې په خاص توګه د دوه سازۍ او مېنوېكچرنګ په شمول بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ د موقعو جاج اغستلے شي۔ دا كنفرنس د روغتيا قومي وزارت ٬ ډرګ رېګولېټری اتھارټی آف پاکستان ، خصوصی سرمایہ کاری سهولت کونسل  (اېس آئی اېف سی)، سرمایه کاری بورډ  او ټرېډ ډیولپمنټ اتھارټي آف پاكستان اشتراك سره كولې شي۔ د قومي روغتيا وفاقي وزير  سید مصطفیٰ کمال به كنفرنس ته افتتحاحي خطاب كوي۔ كنفرنس كښې به بېلو څانګو كښې د مفاهمتي يادښتونو او لوظنامو تبادله كيږي۔ د دوه ورځني كنفرنس مقصد د پاكستان او چين ترمينځه د فارماسیوټیکل او هېلتھ کېئر څانګو كښې سرمايه كرا ته وده وركول ٬ د شريكو منصوبو لاره هوارول ٬ د عصري ټېكنالوجۍ منتقل ممكن كول او د دواړوهېودونو د نجي څانګې ترمينځه مضبوط كاروباري تړون په ځائې كول دي