د پاكستان تر اهتمام لاندې د ملګرو ملتونو په دستوره كښې په انساني مركز مصنوعي ذهانت زور ٬ د نړيوال تقيسم ختمولوغوښتنه

ملګري ملتونه ۔ 16جولائی (اے پی پی)د پاكستان او تاجكستان مشنز او د وزيراعظم يوتھ پروګرام اشتراك سره په ملګرو ملتونو كښې د اعلی كچې دستورې مقررينو د اے آئي ګټو ته د مساوي او نړيوالې لاسرسۍ په باوري كولو زور راوړلو سره وئيلي دي چې ټېکنالوجی بايد د بشري او تلپاتي پرمختګ سرچينه جوړه شي۔  د " اے آئی او تلپاتي پرمختګ سباؤن: جدت، شمولیت او لچک" سرخط سره …

ملګري ملتونه ۔ 16جولائی (اے پی پی)د پاكستان او تاجكستان مشنز او د وزيراعظم يوتھ پروګرام اشتراك سره په ملګرو ملتونو كښې د اعلی كچې دستورې مقررينو د اے آئي ګټو ته د مساوي او نړيوالې لاسرسۍ په باوري كولو زور راوړلو سره وئيلي دي چې ټېکنالوجی بايد د بشري او تلپاتي پرمختګ سرچينه جوړه شي۔  د ” اے آئی او تلپاتي پرمختګ سباؤن: جدت، شمولیت او لچک” سرخط سره دې دستوره كښې سفارتکارانو، د ملګرو ملتونو چارواكو ، مصنوعی ذهانت او ټېکنالوجۍ پوهانو ، د زده كړو پوهانو ، زده كوونكو او زلمو استازو ګډون وكړو۔ د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان په خپل مهم خطاب كښې ووئيل كه ټېکنالوجی، بنیادی اډانه ، مهارتونه، مالی وسائل او ډېټا ته لاس رسي تر څو هېوادونو او طبقاتو محدود پاتې شوه نو مصنوعي ذاهت دا خليجونه لا پراخا كولې شي۔
كوم چې د تلپاتي پرمختګ ايجنډا ختمول غواړي۔ ده ووئيل تاجکستان تر كال 2040 د قومي ذهانت حكمت عملي خپله كړې ده۔ او كال 2025 څخه تر 2030 ډیجیټل معیشت او جدت ته د ودې وركولو كال ګرځولے شوے دے۔ په دستوره كښې د يو اېن ډي اپي د اے آئي ټرسټ اېنډ سېفټي كارپوهه جینیفر لوئی، د ګوګل اے آئي ګو ټو ماركيټ لېيډ هاشم سيد او يوتھ ډيليګېټ بسمه قمر په شمول نورو پوهانو په پېنل مباحثه كښې برخه واخسته۔ رانا مشهود احمد خان ووئيل حکومت مالی كال 27 ۔2026 كښې وزیراعظم یوتھ پروګرام لپاره 40 ارب 58 کروړه روپۍ بېلې كړې دي۔ ده ووئيل تر دې دمه 6 لکه څخه زيات لېپ ټاپ تقسيم كړې شوي دي۔  73 زره ځوانانو ته د مصنوعي ذاهت ٬ بلاك چېن او ډېټا سائنس تربيه وركړې شوې ده۔ د 8 زره كورسونو د لارې 2 لکه 17 زره څخه د زياتو تكنيكي مهارتونو وظيفې وركړې شوي دي۔ ګډون كوونكو په دې خبره اتفاق وكړو چې مصنوعي ذهانت بايد بشپړ او تلپاتي پرمختګ لپاره وكارولې شي

مزید خبریں