اسلام آباد 16 جولائي (اے پي پي) چيف جسټس آف پاکستان جسټس يحيیٰ آفريدي ويلي دي د انصاف مؤثر او اولس دوست نظام لپاره اداره جاتي مرسته ضروري ده۔ د سپريم کورټ وياند لخوا د جاري اعلاميه له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د آزاد جمو و كشمير سپريم کورټ افسرانو پلاوي سره په ملاقات كښې وكړه كوم چې د اداره جاتي استعداد کار او تجربو تبادلې پروګرام …
د انصاف مؤثر او اولس دوست نظام لپاره اداره جاتي مرسته ضروري ده: چيف جسټس يحييٰ آفريدي
اسلام آباد 16 جولائي (اے پي پي) چيف جسټس آف پاکستان جسټس يحيیٰ آفريدي ويلي دي د انصاف مؤثر او اولس دوست نظام لپاره اداره جاتي مرسته ضروري ده۔ د سپريم کورټ وياند لخوا د جاري اعلاميه له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د آزاد جمو و كشمير سپريم کورټ افسرانو پلاوي سره په ملاقات كښې وكړه كوم چې د اداره جاتي استعداد کار او تجربو تبادلې پروګرام لاندې د سپريم کورټ آف پاکستان په دوه ورځنۍ دوره اسلام آباد ته راغلے دے۔ د دې نه وړاندې چيف جسټس يحييٰ آفريدي د پلاوي هركلي كولو سره په عدالتي چارو كښې شريكه مرسته، وظيفائي پوهه كښې اضافه او جديد انتظامي طريقو ته د ودې وركولو په اهميت زور رواړو۔ په دې موقع پلاوي ته د سپريم کورټ آف پاکستان په جاري اصلاحاتي ايجنډا، انتظامي او عدالتي چارو تفصيلي بريفنګ وركړے شو










