اسلام آباد 16 جولائي (اے پي پي) نېشنل جوډيشل پالېسي مېکنګ کمېټۍ (اېن جے پي اېم سي) د چيف جسټس آف پاکستان په مشرۍ كښې د كال 27۔2026 اصلاحاتي ايجنډې له مخې صنفي حساس انصاف (Gender-Responsive Justice) ترجيحي څانګه ګرځولو سره د ګرد هېواد په ډويژنل هيډکوارټرز كښې په جوړ كړې شوې عدالتي کمپلېکسز كښې د وېمن فېسيلي ټېشن سېنټرز د (مېرمنو د سهولت مرکزونه) جوړولو پرېكړه شوې ده٬ …
ګرد هېواد كښې د مېرمنو عدالتي نظام ته لاسرسۍ لپاره په ضلعي كچه د وېمن فېسيلي ټېشن سېنټرز جوړولو پرېكړه
اسلام آباد 16 جولائي (اے پي پي) نېشنل جوډيشل پالېسي مېکنګ کمېټۍ (اېن جے پي اېم سي) د چيف جسټس آف پاکستان په مشرۍ كښې د كال 27۔2026 اصلاحاتي ايجنډې له مخې صنفي حساس انصاف (Gender-Responsive Justice) ترجيحي څانګه ګرځولو سره د ګرد هېواد په ډويژنل هيډکوارټرز كښې په جوړ كړې شوې عدالتي کمپلېکسز كښې د وېمن فېسيلي ټېشن سېنټرز د (مېرمنو د سهولت مرکزونه) جوړولو پرېكړه شوې ده٬ د دې اقدام مقصد د مېرمنو عدالتي نظام ته لاس رسي ، قانوني لارښودنه او مرسته او عدالتي خدمات د مېرمنو ضرورتونو سره همكاره كول دي٬ په دې لړ كښې د مېرمنو سهولت مرکزونو لپاره د تيار كړې شوې ډيزائن د انتخاب عمل هم بشپړ كړے شوے دے او منتخب ډيزائن په رسمي توګه معارفي كولو لپاره دستوره به په 20 جولائي سپريم کورټ آف پاکستان اسلام آباد كښې كېږي٬ دا اقدام د نېشنل جوډيشل پالېسۍ مېکنګ کمېټۍ د ھغه پراخه اصلاحاتي پروګرام برخه ده چې له مخې ئې د كال 27۔2026 په مهال عدالتي نظام زيات موثره، اولس دوست او صنفي تقاضو سره همكاره كولو لپاره بېل اقدامات كولې شي۔ د مېرمنو د سهولت مرکزونو جوړولو سره به په ګرد هېواد كښې عدالتي خدمات څخه استفاده كوٶنكې مېرمنو ته په يو ځاې لارښودنه، سهولت او معاونت وركولو كښې مرسته ترلاسه شي









