د پاكستان او پرتګال ترمينځه د دوه اړخيزه مشاورت څلورم دور ٬ همكارۍ ته په وده وركولو اتفاق

  اسلام آباد۔16جولائی(اے پی پی) د پاكستان او پرتګال ترمينځه د دوه اړخيزه سياسي مشاورت څلورم دور په اسلام آباد كښې وشو۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې د پاكستاني پلاوي مشري د خارجه وزارت ایډیشنل سېکترې عائشه علی او د پرتګالي پلاوي مشري د پرتګال د خارجه وزارت ډي جي هیلینا مالکاټا وكړه۔ دواړو اړخونو د دوه اړخيزه اړيكو ټولو اړخونو جاج واغست او …

 

اسلام آباد۔16جولائی(اے پی پی) د پاكستان او پرتګال ترمينځه د دوه اړخيزه سياسي مشاورت څلورم دور په اسلام آباد كښې وشو۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې د پاكستاني پلاوي مشري د خارجه وزارت ایډیشنل سېکترې عائشه علی او د پرتګالي پلاوي مشري د پرتګال د خارجه وزارت ډي جي هیلینا مالکاټا وكړه۔ دواړو اړخونو د دوه اړخيزه اړيكو ټولو اړخونو جاج واغست او سياسي تړون مضبوطولو سره سره يۍ د تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ افرادي قوت نقل وحركت ٬ زراعت ٬  د تجديد وړ توان ٬ آئي ټي ٬ تعليم ٬ سياحت ٬ كلتور او اولسي رابطو په څانګو كښې همكارۍ ته د ودې وركولو په تګلارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دوئي په سيمه ايز او نړيوال پېشرفت هم خبرې وكړې او په ګڼ اړخيزه فورمونو روانه مرسته او هم غږۍ يۍ  اطمينان څرګند كړو۔ د مشاورت دا دور په زړه پورې چاپېرچل كښې وشو۔ دواړو اړخونو د سياسي مكالمې تسلسل او شريكې ګټې په بنياد همكارۍ ته د لا وردې وركولو عزم پخلے وكړو۔ په دې خبره اتفاق وكړے شو چې د دوه اړخيزه سياسي مشاورت راروان دور به په ټاكلې شوې نېټو لزبن كښې كولې شي

مزید خبریں