بيجنګ 16جولائی(اے پی پی)د چين په سيچوان صوبه كښې د مسافرو يو ګاډې سړك څخه بې قابو كېدو سره د درياب غاړې ته پريوتو چې په نتيجه كښې يې 6 تنه مړه او 11 ژوبل شوي۔ د شنهوا له مخې دا پیښه د شورو په ورځ ماښام نزدې 6 بجې ياآن ښار هاؤسنګ كاؤنټي كښې رامخې ته شوه۔ ګاډي كښې د پیښې په مهال 17 كسان ناست و٬ټول ژوبل …
چين٬ سيچوان كښې ترافېكي پیښه٬ 6 تنه مړه٬ 11 ژوبل
بيجنګ 16جولائی(اے پی پی)د چين په سيچوان صوبه كښې د مسافرو يو ګاډې سړك څخه بې قابو كېدو سره د درياب غاړې ته پريوتو چې په نتيجه كښې يې 6 تنه مړه او 11 ژوبل شوي۔ د شنهوا له مخې دا پیښه د شورو په ورځ ماښام نزدې 6 بجې ياآن ښار هاؤسنګ كاؤنټي كښې رامخې ته شوه۔ ګاډي كښې د پیښې په مهال 17 كسان ناست و٬ټول ژوبل شوي كسان په سمدستي توګه ځايې روغتون ته منتقل كړې شوي دي كومو كښې چې د يو حالت اندېښمن ښودلے شوے دے۔ د چارواكو له مخې د پېښې سبب معلومولو له پلټنې روانې دي۔












