اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف زراعت او لائيو سټاك د هېواد د معيشت پرمختګ لپاره د كليدي اهميت وړ ګرځولو سره وئيلي دي وفاق به سږ كال نور یو زر فرېش ګريجوايټس جديد تربيې لپاره چين ته لېږي، زراعت او لائيو سټاك څانګې استعداد څخه بشپړه استفاده نه كېږي، د زرعي تحقيق او تربيې ادارې کارکردګی د ډاډ نه ده. د "منه کھر" رنځ …
زراعت او لائيو سټاك څانګه د هېواد د معيشت پرمختګ لپاره كليدي اهميت لري، وفاق به سږ كال نور یو زر فرېش ګريجوايټس جديد تربيې لپاره چين ته لېږي۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف د لائيو سټاك د استعداد په حقله قامي سېمينار ته وېنا

مزید خبریں
اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف زراعت او لائيو سټاك د هېواد د معيشت پرمختګ لپاره د كليدي اهميت وړ ګرځولو سره وئيلي دي وفاق به سږ كال نور یو زر فرېش ګريجوايټس جديد تربيې لپاره چين ته لېږي، زراعت او لائيو سټاك څانګې استعداد څخه بشپړه استفاده نه كېږي، د زرعي تحقيق او تربيې ادارې کارکردګی د ډاډ نه ده. د “منه کھر” رنځ ويکسين لپاره اړين فنډز به حكومت وركوي، اے آئي او د آئي ټي پشمول جديد ټيکنالوجي او جدت څخه د زراعت و لائيو سټاك انقلاب راتللے شي او پاکستان په يو كال كښې خوشحال او خود کفيله كېدې شي۔ ده دا خبره شورو په ورځ پاکستان كښې د لائيو سټاک استعداد په حقله قامي سيمينار ته خپلې وېنا وكړه۔ په دې موقع وفاقي وزيران، د اسمبلۍ غړي او د زراعت و لائيو سټاك څانګې پوهان او اړوند چارواكي موجود وو۔ وزيراعظم ووئيل په پاکستان كښې لائيو سټاك پرمختګ لپاره هڅې د ستائنې وړ دي خو دا اوږد مزل دے كوم چې به وفاق او صوبې په ګډه سر كوي۔ ده ووئيل چې اوس د خبرو نه بلكې د عملي اقداماتو او كار ضرورت دے٬ الله تعاليٰ پاکستان له خېرازه زمكه، اوبه، غرونه او د دريابونو پشمول بهترين وسائل وركړي دي٬ زمونږ كروندګر محنتي دي ٬ جديد آلات او د مشينرۍ نه استعمالولو په سبب مونږ د منطقې په هېوادون كښې وروسته پاتې يو۔ ده ووئيل پاکستان د پيو پيداوار په لحاظ سره په نړۍ كښې په څلورم نمبر دے خو د ويليو ايډيشن نشتوالي له امله د غوښې او پيو پيداوار څانګې صلاحيت څخه بشپړه استفاده نه كېږي۔ وزيراعظم ووئيل چين د پاکستان د اعتماد وړ دوست دے،زه په دې څانګه كښې د چين پرمختګ ته خېرانېږم۔ ده په پاکستان كښې د زرعي تحقيق د ادارو په کارکردګۍ د افسوس څرګندونه وكړه۔ ده اعلان وكړو چې وفاق چې څنګه وړومبي ګلګت بلتستان او د آزاد کشمير پشمول ګرد هېواد څخه زر فرېش زرعي ګريجوايټس جديد تربيې لپاره چين ته لېږلي ٶ دغسې به سږ كال هم نور زر ګريجوايټس لېږلي شي۔ وزيراعظم امر وكړو چې د چين ادارې سره همكاري شوې۔ ده ووئيل چې دا د نيشنل سيډ پاليسي سرټيفائيډ تخمونو لپاره ضروري دے۔ په دې موقع د لائيو سټاك و غذائيت تحفظ کوآرډينيټر احمد عمير ٬ د ګرين کارپوريټ لائيو سټاک انيشيټو سي اي او بريګيډئر (ر) احتشام يونس او نور هم وېنا وكړه۔










