اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي حكومت د ميډيا وركرز تحفظ، د مين اسټريم ميډيا استحكام، ايډورټائزمنټ پاليسۍ كښې سپیځلتیا لپاره موثر اقدامات كوي، سركاري اشتهارات د ميډيا ملازمانو ښېګړی سره تړلې كيږي، ايډورټائزمنټ پاليسي 2024ء ترمخه ويوز، امپريشنز او ډيجيټل كاركردګۍ نورو اشارو د آزاد تھرډ پارټي د لارې د تصديق نظام معارفي کړی شوے دغسې د …
د سېنېټ د اطلاعات او خپرونو قائمه كمېتۍ غونډه، حكومت د ميډيا وركرز تحفظ، د مين اسټريم ميډيا استحكام، ايډورټائزمنټ پاليسۍ كښې سپیځلتیا لپاره موثر اقدامات كوي ۔ د اطلاعات وفاقي وزير عطاء الله تارړ قائمه كمېتۍ ته بريفنګ

مزید خبریں
اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي حكومت د ميډيا وركرز تحفظ، د مين اسټريم ميډيا استحكام، ايډورټائزمنټ پاليسۍ كښې سپیځلتیا لپاره موثر اقدامات كوي، سركاري اشتهارات د ميډيا ملازمانو ښېګړی سره تړلې كيږي، ايډورټائزمنټ پاليسي 2024ء ترمخه ويوز، امپريشنز او ډيجيټل كاركردګۍ نورو اشارو د آزاد تھرډ پارټي د لارې د تصديق نظام معارفي کړی شوے دغسې د اے بي سي او پرېس رجسټرار آفس ضم كولو سره جديد اداره په جوړولو هم غور روان دے، اليكټرانك ميډيا او پرنټ ميډيا له زياتي مرستي ته اړتيا ده دغسې ډيجيټل ميډيا تر ډير ه حده خودكفيله څانګه ده، پي ټي وي اداره په وړومبي ځل په مالي توګه مستحكمه شوې، پي ټي وي سپورټس دا مهال پاكستان كښې د فيفا ورلډ كپ نشر كونكې يواځنې چينل دے۔د شورو په ورځ پارليمنټ لاجز كښې د سينيټر سرمد علي په مشرۍ كښې د سېنېټ د اطلاعات و خپرونو قائمه كمېتۍ په غونډه كښې بريفنګ وركولو سره د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل د سوشل ميډيا په اړه د 2021ء پاليسۍ كښې توثيقي اقدامات شامل شوې نه وو،په دغه پاليسۍ كښې 2022ء كښې هم بدلون شوې۔مونږ 2024ء كښې ايډورټائزمنټ پاليسي لا ښه كولو سره د سوشل ميډيا لپاره ښكاره ګائيډ لائنز او تګلاره وضع كړې كومه چې د پنجاب حكومت هم خپله كړي۔وفاقي وزير ووئيل د 2024ء پاليسي د شفافيت باوري كولو لپاره مرتب كړې شوي۔دغه پاليسۍ كښې ګوګل ايناليټكس، ويب ټريفك شميري، سرونګ رپورټس او آزاد تھرډ پارټي تصديقي نظام شامل كړې شوے دغسې چې د ويوز او ډيجيټل كاركردګۍ په اړه د نورو اشاريو تصديق وكړې شي۔ده ووئيل دې څخه وړاندې د نورو حكومتونو سره په سوشل ميډيا ويوز، امپريشنز او نور ډيجيټل پيمانو تصديق لپاره كوم موثره نظام موجود نه وو۔ده ووئيل خبريالانو زما ذمه واري ده تر څو چې ممكن وي هغوي له به سهارا وركولو او د هغوي مسئلې حل كولو له به كردار ترسره كوم۔ده ووئيل د سنو نيوز پشمول ځيني ميډيا ادارو كښې د ملازمانو اخوا كولو چاري هم رامخې ته شوي، سنو نيوز د اړخه ملازمان وېستلو په چارو حكومت د هغوي اشتهارات بند كړي ؤ۔ ده ووئيل د حكومتي اشتهارات مقصد ميډيا اداري قوي كول او ملازمانو ښېګړې باوري كول دي دغسې چې د دې د لارې ملازمان نوكرو څخه اخوا نه كړې شي۔د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل اليكټرانك ميډيا كښې كار كونكو ملازمانو ښېګړې او تحفظ باوري كولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل د بده مرغه كه د كوم ټي وي چينل رپورټر يا كوم ملازم د ملازمت په مهال په حق ورسي نو زياتره د هغه كورنۍ د مشكلاتو سره مخ شي۔ده تجويز وركړو چې د قائمه كمېتۍ د اړخه ټول ټي وي چينلز لپاره دې واضحه هدايات جاري كړې شي چې د ملازت په مهال كوم هم ملازم په حق ورسي نو د هغه كورنۍ لپاره دې يو مناسب مالي پيكيج مقرر كړې شي۔ده ووئيل آل پاكستان نيوز پيپرز سوسائټي (اے پي اين ايس) او كونسل آف پاكستان نيوز پيپرز ايډيټرز (سي پي اين اي) سره اوسنو ملاقاتونو كښې باور وركړې شوې چې حكومت به پرنټ ميډيا له هر ممكن معاونت وركوي۔وفاقي وزير كمېتۍ ته ووئيل د ورځپاڼو ملازمانو لپاره امپلي منټيشن ټربيونل (آئي ټي اين اي) چيئرمېن تقررۍ په اړه چاري حل شوي، شفاف او په ميرټ اډانه انتخابي عمل نه پس به ډير د هغې نوټيفيكيشن جاري كړې شي۔وفاقي وزير كمېتۍ ته ووئيل د ورځپاڼو ملازمانو لپاره امپلي منټيشن ټربيونل (آئي ټي اين اي) چيئرمېن تقررۍ په اړه ټولي چاري ترسره شوي، شفاف او په ميرټ اډانه انتخابي عمل بشپړيدو نه پس به ډير زر د هغې نوټيفيكيشن جاري كړې شي۔د اطلاعات وفاقي سيكريټري كمېتي خبر كړه چې تير مالي كال په مهال د پاكستان براډ كاسټنګ كارپوريشن (ريډيو پاكستان) له تنخاګانو او پنشن په لړ كښې زياتي روپۍ وركړې شوي۔په غونډه كښې د پي ټي وي كالونۍ په معامله هم غور وشو په دې قائمه كمېتۍ په راروانه غونډه كښې د سي ډي اے چارواكي او اړوندي ډلي راوبللي۔په غونډه كښې د اين سي سي آئي اے په اړه په چارو هم غور وشو په دې د كمېټۍ چيئرمېن د اين سي سي آئي اے كوم هم ورځپاڼي ته د نوټس جاري كولو څخه منع كړې۔ په غونډه كښې د د سېنېټ غړو سينيټر عبدالشكور خان، سينيټر سيد وقار مهدي، سينيټر پرويز رشيد (د زوم د لارې ) او سينيټر جان محمد ګډون وكړو دغسې د اطلاعات و خپرونو وفاقي سيكريټري اشفاق احمد خليل، د پيمرا چيئرپرسن ، پي آئي او،د اطلاعات و خپرونو وزارت سينئر چارواكو پشمول د سي ډي اے او نورو ادارو نمائندګان هم موجود وو









