اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي وئيلي دي په راروانو 6 مياشتو كښې به 70 پاور پلانټس، 43 نوي امريکائي لوکوموټوز او نوي و مرمت شوي مسافر کوچونه ،انجڼي د ريلوے په بيړۍ كښې شاملې شي،د دې بنيادي آپريشنل ضروريات تر سره كيدو سره به د مسافرو او مال ګاړو آپريشن نور هم ښه شي،اولس لپاره د مزل آسانۍ به جديد شي …
په رېلوے كښې د 6 مياشتو په مهال 70 پاور پلانټس، 43 نوې انجڼي او کوچز شامل شي، د آپريشنل ضروريات ترسره كولو سره به د مسافرو او مال ګاړو آپريشن، سهوليات او آمدن ښه شي ۔ د ريلوے وفاقي وزير

مزید خبریں
اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي وئيلي دي په راروانو 6 مياشتو كښې به 70 پاور پلانټس، 43 نوي امريکائي لوکوموټوز او نوي و مرمت شوي مسافر کوچونه ،انجڼي د ريلوے په بيړۍ كښې شاملې شي،د دې بنيادي آپريشنل ضروريات تر سره كيدو سره به د مسافرو او مال ګاړو آپريشن نور هم ښه شي،اولس لپاره د مزل آسانۍ به جديد شي او د محکمې آمدن به زيات شي۔په ځائې كچه د مزل سهوليات وركولو لپاره د څلورو واړو صوبو په همكارۍ به د لوکل ټرينونو چلولو لوظنامې کوو چې له مخې به ئې په 14 اګست بلوچستان كښې د ’’پيپلز ټرين‘‘ پرانسته کولې شي۔ محکمه كښې د وي آئي پي کلچر خاتمه ټول عمري له د كولو پشمول د ريلوے چارواكو لپاره د سيلون ،ګيسټ هاؤسز کوټو په كارولو بنديز لګولے شوے، د سيلون او ګيسټ هاؤسز دا سهوليات عام وګړي په مناسب کرايه ترلاسه كولې شي۔ د ريلوے مجموعي آمدن 115 اربه روپۍ ريکارډ كچي ته رسيدلې۔اے پي پي سره خپلو خبرو كښې د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي د دې حقيقت اعتراف وكړو چې د تيرو 9 نه تر 10 كلونو په مهال د ټرينونو انجڼو او پاور پلانټس مناسب مرمت او خيال نه دې ساتلې شوے دغسې موجوده انتظاميې په دغه چيلنج قابو موندلے دے۔ده ووئيل مونږ د مسافرو ټرينونو نظام ښه كولو ته پام لرنه كوو كومو لپاره به چې تر 30 ستمبر د امريکې 43’جي يو 40‘ (GU-40) انجن په سسټم كښې شامل شي دغسې هره مياشت به 7 نوي پاور پلانټس هم د سسټم برخه شي۔راروانو 6 مياشتو كښې به د كوچز د کمي مسئله هم په بشپړه ډول حل شي چې ورسره به د ريلوے پايه د سل فيصده رفتار سره وچليږي۔









