امرېكې د مفاهمت په يادداښت د لاس ليك نه پس 42 وارې  د هغې خلاف ورزي كړې٬ د ايران استازي د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل ٬ د سلامنتي كونسل چيئرمېن ته چيټۍ

ملګري ملتونه۔ 15 جولائي (اے پي پي)  ملګرو ملتونو كښې د ايران مستقل استازي امير سعيد ايرواني  د نړيوالې ادارې سېكرټري جنرل او د سلامتي كونسل چيئرمېن ته چيټۍ ليكلې ده چې امرېكې د دواړو هېوادونو تر مينځه د لاس ليك كړي مفاهمتي ياداښت  د لږې نه لږه 42 وارې خلاف ورزي كړې ده۔ د تاس تر مخه چيټۍ كښې وئېلي شوي دي   ايران د امرېكې حكومت د اړخه  د …

ملګري ملتونه۔ 15 جولائي (اے پي پي)  ملګرو ملتونو كښې د ايران مستقل استازي امير سعيد ايرواني  د نړيوالې ادارې سېكرټري جنرل او د سلامتي كونسل چيئرمېن ته چيټۍ ليكلې ده چې امرېكې د دواړو هېوادونو تر مينځه د لاس ليك كړي مفاهمتي ياداښت  د لږې نه لږه 42 وارې خلاف ورزي كړې ده۔ د تاس تر مخه چيټۍ كښې وئېلي شوي دي   ايران د امرېكې حكومت د اړخه  د اسلام آباد ايم او يو د واضحه خلاف ورزيو  42 پیښو له دستاوېزي شكل وركړے دے۔ د ايران استازي ووئېل  د دواړو هېوادونو تر مينځه  د مفاهمت يادداښت باندې د لاس ليك  كولو نه سمدستي پس او تر ننه  امريكا د خپلو وعدو په تر سره كولو كښې پړله پسې ناكامه راغلې او د جارحيت ارتكاب كوي۔  د ايران استازي ووئېل  ايران كښې په عامو وګړو او په شهري انفراستركچر په قصد د امريكې بريدونه  جنګي جرائم او د انسانيت خلاف دي۔  په فرورۍ كښې  امرېكې او اسرائيل  د ايران خلاف د جنګ پېل كولو نه پس جون مياشت  كښې امرېكې او ايران د لبنان پشمول په ټولو ډګرونو د سمسدتي جنګ بنډۍ لپاره په ايم او يو لاس ليك ګړے ؤ ٬هغې نه پس امريكې او ايران د سوئټزر لېنډ  په برګن سټاك ښار  كښې د قطر او پاكستان په ثالثۍ كښې خبرې اترې وكړې او بيا د جولائي په وړومبو ورځو كښې امرېكې په ايران د آبنائے هرمز  په اړه  د لوظ نامې د خلاف ورزۍ تور  لګولو سره په ايران  په لويه پېمانه بريدونه پېل كړل ۔ په 13 جولائي  د ايران خارجه وزارت وياند اسماعيل بقائي ووئېل  ايران كله هم د امرېكې سره د لاس ليك كړي مفاهمتي ياداښت  خلاف ورزي نه ده كړې او  د دې د تعميل نه كولو ټوله ذمه واري د امرېكې ده

مزید خبریں