اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د موسمياتي بدلون له امله د زياتو شوو خطرو مخنيوي لپاره په اقدامات، صلاحيت او د مرستې مضبوطولو په ضرورت زور رواړے دے٬ د ملګرو ملتونو بشري چارو او اېمرجنسي ريليف لپاره انډر سيکرټري کوآرډينيټر ټام فليچر د شورو په ورځ وزيراعظم محمد شهباز شريف سره وليدل٬ په دې موقع نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار، …
وزيراعظم شهباز شريف د موسمياتي بدلون د زياتو شوو خطرو مخنيوي لپاره د نړيوالې مرستې په مضبوطولو زور

مزید خبریں
اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د موسمياتي بدلون له امله د زياتو شوو خطرو مخنيوي لپاره په اقدامات، صلاحيت او د مرستې مضبوطولو په ضرورت زور رواړے دے٬ د ملګرو ملتونو بشري چارو او اېمرجنسي ريليف لپاره انډر سيکرټري کوآرډينيټر ټام فليچر د شورو په ورځ وزيراعظم محمد شهباز شريف سره وليدل٬ په دې موقع نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار، د وزيراعظم سلاحكار ډاکټر سيد توقير شاه، د نيشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ (اين ډي ايم اے) چيئرمېن ليفټيننټ جنرل انعام حيدر ملك او نور لوړ پوري هم موجود وو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم په ګرده نړۍ كښې د پېچلو انساني بحرانونو مخنيوي لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو لپاره د رابطې ادارې (او سي ايچ اے) لخوا د قدر وړ د ترسره شوو خدمات ستائنه وكړه۔ ده په خاص توګه په كال 2022 كښې د تباهۍ كونكې سېلاب په مهال د پاکستان په معاونت د او سي اېچ اے مننه وكړه او په هېواد كښې د قدرتي آفتونو مخنيوي صلاحيت قوي كولو لپاره ئې د ادارې مرسته د قدر وړ وګرځوله۔ وزيراعظم ووئيل د پاکستان قامي او صوبائي ادارو د تېرو كلونو په مهال موسمياتي بدلون څخه د رامخې ته شوو قدرتي آفتونو د زيان كمولو له خپل صلاحيت كښې ځانګړے زياتوالے كړے دے خو ده په دې خبره زور راوړو چې د موسمياتي بدلونو له امله د زياتو شوو خطرو په موثره ډول مخنيوي له چمتوالے نيول، مزاحمتي صلاحيت او په هره كچه شريكې رابطې او مرسته لا قوي كولو ته اړتيا ده۔ ټام فليچر په ملاقات د وزيراعظم مننې كولو سره د پاکستان او د او سي ايچ اے ترمېنځه په تېرو كلونو كښې د نزدې روانې مرستې ستائنه وكړه۔ هغه په منطقه كښې امن و استحکام ته ودې وركولو لپاره د وزيراعظم هلو ځلو ته هم پېرزوئنې وړاندې كړې ده ووئيل تل پاتې امن جنګونو څخه د رامخئ ته شوو انساني او د معاشي بحرانونو موثره مخنيوي لپاره بنياد وركوي۔ د ملاقات په مهال ټام فليچر وزيراعظم په غزه كښې د انساني صورتحال او هلته د مرستې هلو ځلو په مهال او د سي ايچ اے ته د ورمخې ته ستونزو نه خبر كړو۔ هغه په افغانستان كښې د بشري مرستې رسنې لپاره د او سي ايچ اے په هلو ځلو كښې د پاکستان د پرله پسې مرستې هم ستائنه وكړه۔ وزيراعظم د دې عزم پخلے وكړو چې پاکستان به د نړيوالې بشري مرستې وده٬ د قدرتي افتونو مخنيوي له چمتوالي نيولو او ځپلو و تر كمزورو طبقو له په وخت د مرستې رسولو لپاره د ملګرو ملتونو او د او سي ايچ اے سره نزدې مرسته روانه ساتي۔









