پينډۍ 15 جولائي (اے پي پي) د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګي (آئي اېس پي آر) تر سيوري لاندي د پاكستان زده كوونكو لپاره سمر كيمپ 2026 تر سره شو ،آئي اېس پي آر تر مخه په سمر كيمپ 2026 كښې د پاكستان 18 څخه زياتو اسټيشنو څخه 4 زره څخه د زياتو زدكونكو ګډون وكړو ۔د آئي اېس پي آر سمر كيمپ 2026 زده كوونكو كښې د الغزالي …
د آئي اېس پي آر تر سيوري لاندي زده كوونكو لپاره سمر كيمپ

مزید خبریں
پينډۍ 15 جولائي (اے پي پي) د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګي (آئي اېس پي آر) تر سيوري لاندي د پاكستان زده كوونكو لپاره سمر كيمپ 2026 تر سره شو ،آئي اېس پي آر تر مخه په سمر كيمپ 2026 كښې د پاكستان 18 څخه زياتو اسټيشنو څخه 4 زره څخه د زياتو زدكونكو ګډون وكړو ۔د آئي اېس پي آر سمر كيمپ 2026 زده كوونكو كښې د الغزالي يونيورسټي چانسلر مفتي عبدالرحيم سره د خاص نشست اهتمام وشو ۔چانسلر مفتي عبدالرحيم زدكونكو ته وينا كښې ووئيل د قرآن و سنت په رڼا كښې د رياست او پوځ اهميت پيژندل د هر وګړي ذمه واري ده۔ د رياست په ضد بے بنسټه ډنډوره د قامي ګټې په ضد ده، ځوانان دې مستند معلومات ته پام لرنه وكړي۔پاك پوځ ديانت داري، نظم و ضبط، پيشه وره صلاحيت او هېواد څخه وفاداري د تقليد وړ ده۔پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد يو پرېكنده جنګ كوي، قامي اتحاد او يووالې د كاميابۍ ضمانت دے۔ده ووئيل خوارج د دين غلطه تشريح كوي او د مسلمانانو خلاف فتنه و فساد راجوړوي










