امريكا٬   سېنېټ كام  د ايران خلاف تر 7 ساعته دوام لرونكو بريدونو د اختتام اعلان وكړو

واشنګټن ۔15 جولائي (اے پي پي)  د امرېكې  د وسله والو ځواكونو سېنټرل كمانډ (سېنېټ كام) وئېلي دي د ايران خلاف د بريدونو اوسنۍ مرحله اختتام ته رسېدلې ده۔ د سېنېټ كام لخوا په سوشل مېډيا پلېټ فارم ايكس  جاري بيان تر مخه دا كاروائۍ  د امرېكې وخت مطابق د شپې 10 بجې مكمل شوي ٬ په كومو كښې چې د آبنائے هرمز او د ايران په ساحلي سيمو كښې  …

واشنګټن ۔15 جولائي (اے پي پي)  د امرېكې  د وسله والو ځواكونو سېنټرل كمانډ (سېنېټ كام) وئېلي دي د ايران خلاف د بريدونو اوسنۍ مرحله اختتام ته رسېدلې ده۔ د سېنېټ كام لخوا په سوشل مېډيا پلېټ فارم ايكس  جاري بيان تر مخه دا كاروائۍ  د امرېكې وخت مطابق د شپې 10 بجې مكمل شوي ٬ په كومو كښې چې د آبنائے هرمز او د ايران په ساحلي سيمو كښې  پوځي اهداف په نخښه كړے شول۔ د بي بي سي  تر مخه د امرېكې  پوځ وېنا ده  چې په بريدونو كښې د ايران ډرون تنصيبات ٬ بحري صلاحيتونه او ساحلي دفاعي نظام هدف ګرځولے شوے ۔ په دې كاروائۍ كښې ډرونز ٬جنګي الوتكې  او بحري بېړۍ وكارولې شوې٬  د سېنېټ كام  تر مخه  دا آپرېشن  د ايران خلاف  د بحري او ساحلي ناكه بندۍ سره وكړے شو  او په 7 ساعته كښې مكمل شو۔ بيان كښې ووئېل شول د دې بريدونو  مقصد  تجارتي  بېړيو او عملې ته د ايران  څخه پیښې خطرې كمول وو