وزيراعظم شهباز شريف د پشكال بارانونو په مهال صوبائي حكومتونو او صوبائي ډېزاسټر منېجمنټ اتهارټيز سره د روابط لا ښه كولو سپارښتنه وكړه

اسلام آباد ۔15 جولائي (اے پي پي)وزيراعظم  محمد شهباز شريف د بشكال بارانونو په مهال د صوبائي حكومتونو او صوبائي دېزاسټر منېجمنټ اتهارټيز سره د روابط  لا ښه كولو سپارښتنه كړې ده۔ د شورو په ورځ  د وزيراعظم دفتر مېډيا څاڼكې نه جاري بيان تر مخه  وزيراعظم شهباز شريف سره د نېشنل ډېزاسټر منېجمنټ اتهارټې چيئرمېن  لېفټېنېنټ جنرل انعام حېدر ملك ملاقات وكړو۔  وزيراعظم د پشكال بارانونو  په مهال صوبائي …

اسلام آباد ۔15 جولائي (اے پي پي)وزيراعظم  محمد شهباز شريف د بشكال بارانونو په مهال د صوبائي حكومتونو او صوبائي دېزاسټر منېجمنټ اتهارټيز سره د روابط  لا ښه كولو سپارښتنه كړې ده۔ د شورو په ورځ  د وزيراعظم دفتر مېډيا څاڼكې نه جاري بيان تر مخه  وزيراعظم شهباز شريف سره د نېشنل ډېزاسټر منېجمنټ اتهارټې چيئرمېن  لېفټېنېنټ جنرل انعام حېدر ملك ملاقات وكړو۔  وزيراعظم د پشكال بارانونو  په مهال صوبائي حكومتونو او صوبائي ډېزاسټر منېجمنټ اتهارټېز  سره د روابط لا ښه كولو سپارښتنه وكړه ٬  ملاقات كښې وزيراعظم ته د پشكال بارانونو په مهال  د كوم هم هنګامي صورتحال په چمتوالي نيولو بريفنګ وركړے شو ٬  دغسې وزيراعظم د پېشګي  اطلاع نظام په بشپره توګه فعالولو او د موسمياتي بدلون وزارت سره  په دې اړه د مرستې د پېشرفت نه هم خبر كړے شو