د قامي صحت وفاقي وزيرِ سيد مصطفيٰ کمال سره د چائلډ لائف فاؤنډيشن چيف ايګزيکټو آفيسر ملاقات

  اسلام آباد 14 جولائي  (اے پي پي) د قامي صحت وفاقي وزيرِ سيد مصطفيٰ کمال سره د چائلډ لائف فاؤنډيشن چيف ايګزيکټو آفيسر ملاقات وكړو۔د ملاقات په مهال د چائلډ لائف فاؤنډيشن د اړخه د ماشومانو صحت، ايمرجنسي سروسز او معياري طبي سهوليات وركولو په اړه په اقدامات تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔وفاقي وزيرِ د چائلډ لائف فاؤنډيشن خدمات ستائيلو سره ووئيل د ماشومانو معياري او په وخت طبي نګهداشت …

 

اسلام آباد 14 جولائي  (اے پي پي) د قامي صحت وفاقي وزيرِ سيد مصطفيٰ کمال سره د چائلډ لائف فاؤنډيشن چيف ايګزيکټو آفيسر ملاقات وكړو۔د ملاقات په مهال د چائلډ لائف فاؤنډيشن د اړخه د ماشومانو صحت، ايمرجنسي سروسز او معياري طبي سهوليات وركولو په اړه په اقدامات تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔وفاقي وزيرِ د چائلډ لائف فاؤنډيشن خدمات ستائيلو سره ووئيل د ماشومانو معياري او په وخت طبي نګهداشت لپاره د ادارې كردار د ستائني وړ دے۔ده ووئيل د صحت په څانګه كښې اولسي ښېګړې لپاره خدمات ترسره كوونكو ادارو بشپړه مرستي ته حكومت پام لرنه كوي۔مصطفيٰ کمال ووئيل د روغتيا وزارتِ وګړو له ښه، معياري او په وخت طبي سهوليات باوري كولو له عملي اقدامات کوي او  دې مقصد ترلاسه كولو له به د سرکاري و نجي څانګي ترمينځه مؤثره مرستي ته لا وده وركولې شي۔ملاقات كښې د ماشومانو ايمرجنسي طبي سهوليات د کار دائره پراخه كولو،  د صحت نظام لا مؤثره كولو او اولس له ښه طبي خدمات وركولو په اړه په بيلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔

مزید خبریں