نائب وزیراعظم سره د ملګرو ملتونو سیکرټري جنرل چوكۍ امیدواري ملاقات،منطقه كښې امن و استحکام لپاره د پاکستان د پرله پسې هڅو ستائنه

  اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) نائب وزیراعظم و خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار سره د ملګرو ملتونو سیکرټري جنرل چوكۍ امیدوارې  مشیل باشلیټ جیریا ملاقات وكړو،هغې په سيمه كښې امن و استحکام لپاره د پاکستان پرله پسې هڅي وستائيلي۔د نهي په ورځ د خارجه وزارت نه جاري شوي بيان له مخې نائب وزیراعظم و خارجه وزير د ملګرو ملتونو منشور مقاصد و اصولو ودې، نړيوال قانون …

 

اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) نائب وزیراعظم و خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار سره د ملګرو ملتونو سیکرټري جنرل چوكۍ امیدوارې  مشیل باشلیټ جیریا ملاقات وكړو،هغې په سيمه كښې امن و استحکام لپاره د پاکستان پرله پسې هڅي وستائيلي۔د نهي په ورځ د خارجه وزارت نه جاري شوي بيان له مخې نائب وزیراعظم و خارجه وزير د ملګرو ملتونو منشور مقاصد و اصولو ودې، نړيوال قانون او د نړيوالو لوظنامو احترام لپاره د پاكستان د غیر متزلزل عزم پخلے وكړو۔ده نړيواله پرمختيائي  تګلاره مخ په وړاندې بوتللو كښې د ملګرو ملتونو په کلیدی کردار زور راوړلو سره ووئيل بايد اداره د پرمختګ كوونكو هېوادونو ضروریات او ترجیحات له مخې مؤثره او جواب وركونكي وي۔نائب وزیراعظم و خارجه وزير تل پاتي نړيوال امن لپاره د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل په قراردادونو د عمل درآمد د لارې د نړيوالو شخړو امناكه هواري په حاجت زور راوړو۔ ده په خاص توګه د جموں و کشمیر مسئله او د فلسطین مسئلې منصفانه او د تل پاتي حل اهميت رامخې ته كړو۔ مشیل باشلیټ جیریا په منطقه كښې د  امن و استحکام ودې لپاره د  پاکستان پرله پسې هڅي او د ملګرو ملتونو لپاره د تيرو كلونو په مهال د پاکستان د قدر وړ خذمات او کردار ستائنه وكړه۔

مزید خبریں