اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د نهې په ورځ سول اعزازات لپاره د ترلاسه شوو نامزدګيو جاج اخستلو په اړه د يوې غونډي مشري وكړه۔نائب وزيراعظم و خارجه وزير په دې خبره زور راوړو چې د سول اعزازات وركولو عمل بايد پاك، منصفانه او په بشپړه ډول په ميرټ اډانه وي دغسې چې هغه كسانو ته په قامي …
د نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې سول اعزازات لپاره د ترلاسه شوو نامزدګيو جاج اخستلو له غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د نهې په ورځ سول اعزازات لپاره د ترلاسه شوو نامزدګيو جاج اخستلو په اړه د يوې غونډي مشري وكړه۔نائب وزيراعظم و خارجه وزير په دې خبره زور راوړو چې د سول اعزازات وركولو عمل بايد پاك، منصفانه او په بشپړه ډول په ميرټ اډانه وي دغسې چې هغه كسانو ته په قامي كچه پيرزوئنې وړاندې كړې شي كومو چې د پاكستان لپاره په زړه پوري خذمات ترسره كړي۔د خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې ده په دې خبره زور راوړو چې بهر هېوادونو كښې د مېشته مستحقو پاكستانيانو د هېواد لپاره د قدر وړ خدمات دې هم په مناسب ډول ومنلے شي او هغوي ته دې د ښه خدمات په اعتراف سول اعزازات وركړے شي۔په غونډه كښې د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه، خارجه سيكرټري آمنه بلوچ، كابينه سيكرټري، اوورسيز پاكستانيز فاؤنډيشن (او پي ايف) او سمندر پوري پاكستانيانو وزارتِ سينئر چارواكو ګډون وكړو۔











