وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل چوكۍ كانديدې مشيل باشليټ ملاقات٬ د نړيوالې مرستې د لا قوي كولو په ضرورت زور

  اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د ملګرو ملتونو منشور ٬ مقاصد او  د اصولو په پاسدارۍ٬ د ملګرو ملتونو په قراردادونو او په نړيوالو لوظ نامو د موثر عمل درآمد او  د نړيوالې پرمختيائي ايجنډا  تند رفتاره عملدرآمد لپاره  د نړيوالې مرستې د لا قوي كولو په ضرورت زور راوړے دے ۔هغه د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل چوكۍ كانديد مشيل باشليټ سره خبرې كولې …

 

اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د ملګرو ملتونو منشور ٬ مقاصد او  د اصولو په پاسدارۍ٬ د ملګرو ملتونو په قراردادونو او په نړيوالو لوظ نامو د موثر عمل درآمد او  د نړيوالې پرمختيائي ايجنډا  تند رفتاره عملدرآمد لپاره  د نړيوالې مرستې د لا قوي كولو په ضرورت زور راوړے دے ۔هغه د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل چوكۍ كانديد مشيل باشليټ سره خبرې كولې چا چې د نهې په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې ده سره ملاقات كولو ۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار او خارجه سېكرټري سفير آمنه بلوچ هم موجود وه۔وزيراعظم مشيل باشليټ ته پاكستان ته په راتګ هركلے وئېلز سره  د ګڼ اړخيزې مرستې ودې او د نړيوالو چېلنجونو مخ نيوي كښې د ملګرو ملتونو مركزي كردار لپاره د پاكستان د قوي ملاتړ پخلے وكړو ۔ده د ملګرو ملتونو منشور ٬مقاصد او د اصولو پاسدارۍ٬ د ملګرو ملتونو په قراردادونو او په ڼړيوالو لوظ نامو د موثر عملدرآمد او د ملګرو ملتونو درېو واړو بنيادي ستنو يعني امن٬و سلامتيا٬پرمختګ او بشري حقونو كښې  د متوازن پېشرفت په ضرورت زور راوړو ۔ده   د نړيوالې پرمختيائي ايجنډې تندرفتار عملدرآمد لپاره د نړيوالې مرستې لا قوي كولو په ضرورت هم زور راوړو ۔مشيل باشليټ ملګرو ملتونو كښې د پاكستان تاريخي او  د قدر وړ خذمات ستائېلو سره سيمه ايز او نړيوال امن او  د سلامتيا ودې لپاره د پاكستان د پرله پسې او موثره هڅو هم ستائنه وكړه ۔

مزید خبریں