ابوظهبئ كښې د امرېكې سفارتخانې  او دبئ كښې قونصلګرۍ  خپل خدمات په عارضي توګه وځنډول

  دبئ۔14 جولائي (اے پي پي)  ابوظهبئ كښې د امرېكې سفارتخانې او دبئ كښې قونصلګرۍ اعلان كړے دے  چې منطقه كښې  د امنيت صورتحال  له امله د 13 نه تر 15 مې جولائي  د ګل ٬ نهې او شورو په ورځ  ټول قونصلر خدمات منسوخ كړے شوي دي ۔ د بي بي سي  تر مخه  اعلان كښې وئېلي شوي دي  چې د دې نېټو په مهال چې كومو وګرو ته …

 

دبئ۔14 جولائي (اے پي پي)  ابوظهبئ كښې د امرېكې سفارتخانې او دبئ كښې قونصلګرۍ اعلان كړے دے  چې منطقه كښې  د امنيت صورتحال  له امله د 13 نه تر 15 مې جولائي  د ګل ٬ نهې او شورو په ورځ  ټول قونصلر خدمات منسوخ كړے شوي دي ۔ د بي بي سي  تر مخه  اعلان كښې وئېلي شوي دي  چې د دې نېټو په مهال چې كومو وګرو ته د ملاقات وخت وركړے شوے  ؤ  هغه دې نه راځي او د نوي وخت نه به هغوي بيا خبرولې شي۔ دا اعلان په يو داسې وخت كښې رامخې ته شوے دے  جې د تېرو څو ورځو په مهال  د ايران او امرېكې تر مينځه  عسكري تاو تريخوالي كښې زياتوالے راغلے دے۔