د پاك پوځ د ځوانانو عظيمې قربانۍ تنخوا سره تړل مناسب نه دي، دې سره د شهيدانو٬ د هغوي د كورنيو او قام جذبات مجروح شوي۔ بيرسټر دانيال چوهدري

  پېنډۍ 14 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي پارلماني سيکرټري بيرسټر دانيال چوهدري د جمعيت علمائے اسلام (ف) د مشر مولانا فضل الرحمان په اوسني بيان خپل غبرګون كښې ووئيل د پاك پوځ د ځوانانو عظيمې قربانۍ تنخوا سره تړل مناسب نه دي، دې سره د شهيدانو٬ د هغوي د كورنيو او قام جذبات مجروح شوي دي۔ خپل بيان كښې بيرسټر دانيال چوهدري ووئيل د هېواد …

 

پېنډۍ 14 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي پارلماني سيکرټري بيرسټر دانيال چوهدري د جمعيت علمائے اسلام (ف) د مشر مولانا فضل الرحمان په اوسني بيان خپل غبرګون كښې ووئيل د پاك پوځ د ځوانانو عظيمې قربانۍ تنخوا سره تړل مناسب نه دي، دې سره د شهيدانو٬ د هغوي د كورنيو او قام جذبات مجروح شوي دي۔ خپل بيان كښې بيرسټر دانيال چوهدري ووئيل د هېواد دفاع لپاره د ځانونو قربانۍ وركوٶنكو عسكرو قربانۍ د حب الوطنۍ، ايمان، فرض شناسۍ او د ايثار جذبې څرګندونه ده، دا مالي معاوضې سره نشي تړلې كېدې۔ده ووئيل يو كس يوازې تنخواه لپاره خپل ځان نه قربانوي بلكې د دې په شا وطن سره مينه، قامي ذمه واري او د فرض د ادائيګۍ جذبه وي۔ بيرسټر دانيال چوهدري ووئيل مولانا فضل الرحمان سينئر سياستمدار دے ٬ ځكه لد ھغوي نه د زياتز ذمه وارو خبرو توقع لرلې كېږي ۔ ده ووئيل  قامي سلامتيا، پاك پوځ او د شهيدانو په اړه بيان وركولو كښې ډېر د اختياط نه كار اخستل پكار دي دغسې چې د چا جذبات مجروح نه شي۔ ده ووئيل  ټول قام پخپلو شهيدانو وياړ لري او د دوي لازوال قربانيو ته به تل په عزت او د احترام په سترګه كتلې شي

مزید خبریں