د فتنه الهند ترهګرو په ضد د امنيتي ځواكونو موثره کارروائيو ته قام په درنه سترګه ګوري۔ وفاقي وزير محسن نقوي

  اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په بلوچستان كښې د روان آپريشن شعبان په مهال د نورو کاميابو ستائنې كولو سره ووئيل د فتنه الهند ترهګرو په ضد د امنيتي ځواكونو موثره کارروائيو ته قام په درنه سترګه ګوري۔ خپل بيان كښې وفاقي وزير ووئيل پاك پوځ،  د بلوچستان ايف سي او پوليس په مشترکه آپريشن كښې غېر معمولي کاميابۍ د …

 

اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په بلوچستان كښې د روان آپريشن شعبان په مهال د نورو کاميابو ستائنې كولو سره ووئيل د فتنه الهند ترهګرو په ضد د امنيتي ځواكونو موثره کارروائيو ته قام په درنه سترګه ګوري۔ خپل بيان كښې وفاقي وزير ووئيل پاك پوځ،  د بلوچستان ايف سي او پوليس په مشترکه آپريشن كښې غېر معمولي کاميابۍ د ستائنې وړ دي، سکيورټي فورسز د فتنه الهند ترهګرو ناپاكه عزائم خاورې كړې۔ ده ووئيل  د  سکيورټي فورسز په وخت كارروائيو كښې نور څلور ترهګر وژلې شوي دي، د ترهګرو تر خاتمې به د فورسز مشترکه عمليات روان وي، ټول قام د ترهګرۍ لعنت په ضد كارروائۍ كوونكو خپلو مېړنو ځوانانو سره اوږه په اوږه ولاړ دے

مزید خبریں