نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د سارك  سيكرټري جنرل  محمد غلام سرور ملاقات

  اسلام آباد 14 جولائي  (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د سارك  سيكرټري جنرل محمد غلام سرور خارجه وزارت كښې ملاقات وكړو ۔د نهي په ورځ د خارجه وزارت وياند د اړخه جاري شوي بيان له مخې نائب وزيرِاعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د سيكرټري جنرل د سيمه ايزي مرستي ودي لپاره هڅي ستائيلو سره د سارك عمل لپاره …

 

اسلام آباد 14 جولائي  (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د سارك  سيكرټري جنرل محمد غلام سرور خارجه وزارت كښې ملاقات وكړو ۔د نهي په ورځ د خارجه وزارت وياند د اړخه جاري شوي بيان له مخې نائب وزيرِاعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د سيكرټري جنرل د سيمه ايزي مرستي ودي لپاره هڅي ستائيلو سره د سارك عمل لپاره د پاكستان د غيرمتزلزل عزم پخلے وكړو۔ده په دې خبره زور راوړو چې  د سارك منشور او اصولو په رڼا كښې تنظيم بيا د سره متحرك كول د وخت حاجت دے دغسې چې سيمه ايزي رابطې، كوټلې پرمختګ او  د سوئيلي اسياﺀ اولس شريكي سوكالۍ ته وده وركړې شي۔ده د سيمي آبادياتي او معاشي صلاحيتونه رامخې ته كړل۔سيكرټري جنرل محمد غلام سرور سارك او د هغې ادارو لپاره د پاكستان مستقل مرسته وستائيله او سيمه ايز او نړيوال امن زياتولو كښې ئې د پاكستان په تعميري كردار د نائب وزيرِاعظم و خارجه وزير مننه وكړه۔نائب وزيراعظم و خارجه وزير د سيكرټري جنرل لپاره د هغه د ملازمت مودې په كامياب اختتام د نيكو هيلو څرګندونه وكړه او د هغه د سباؤن لپاره ئې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔