وزيراعظم  شهباز شريف په سعودي عرب د بريدونو غندنه وكړه،د سعودي عرب سلامتيا لپاره د خپل غير متزلزل مرستې پخلے

  اسلام آباد 14 جولائي  (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په سعودي عرب د بريدونو سختې غندنې كولو سره د سعودي عرب سلامتيا لپاره د خپل غير متزلزل مرستې پخلے وكړو۔د نهي په ورځ د سماجي رابطې په ويب سائټ ايكس په خپل يو بيان كښې وزيراعظم ووئيل پاكستان تيره شپه په ورور هېواد سعودي عرب د شوو بريدونو غندنه كوي۔ده ووئيل دا ډول د غندني وړ اقدامات …

 

اسلام آباد 14 جولائي  (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په سعودي عرب د بريدونو سختې غندنې كولو سره د سعودي عرب سلامتيا لپاره د خپل غير متزلزل مرستې پخلے وكړو۔د نهي په ورځ د سماجي رابطې په ويب سائټ ايكس په خپل يو بيان كښې وزيراعظم ووئيل پاكستان تيره شپه په ورور هېواد سعودي عرب د شوو بريدونو غندنه كوي۔ده ووئيل دا ډول د غندني وړ اقدامات د سعودي عرب د خپلواكۍ او سيمه ايزي سلامتيا ښكاره خلاف ورزي ده او دې سره په سيمه كښې امن و استحكام ته زيان رسي۔وزيراعظم ووئيل پاكستان د سعودي عرب سلامتيا لپاره د خپل غير متزلزل مرستې پخلے كوي او په دې نازك وخت كښې د ورور هېواد سره د بشپړه يووالي څرګندونه كوي۔ده ووئيل پاكستان به سيمه كښې امن، استحكام، سلامتيا او د شريك افهام و تفهيم ودې لپاره د ټولو مخلصانه هڅو بشپړه مرسته روانه ساتي۔