ملګري ملتونه 14 جولائي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ، پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو پرمختيائي پروګرام (يو اين ډي پي) ايډمنسټريټر اليګزينډر ډي كرو سره ملاقات وكړو ٬ په دې مهال د پاكستان پرمختيائي ترجيحات او د پاكستان او يو اين ډي پي ترمينځه د پخوانۍ شراكت دارۍ لا قوي كولو په بيلو اړخونو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د …
د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير د يو اين ډي پي ايډمنسټريټر سره ملاقات، پرمختيائي همكاري قوي كولو ته اتفاق

مزید خبریں
ملګري ملتونه 14 جولائي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ، پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو پرمختيائي پروګرام (يو اين ډي پي) ايډمنسټريټر اليګزينډر ډي كرو سره ملاقات وكړو ٬ په دې مهال د پاكستان پرمختيائي ترجيحات او د پاكستان او يو اين ډي پي ترمينځه د پخوانۍ شراكت دارۍ لا قوي كولو په بيلو اړخونو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د نهي په ورځ د منصوبه بندۍ، پرمختګ او اصلاحات وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې په دې موقع وفاقي وزير د يو اين ډي پي سره د پاكستان د قوي مضبوطې شراكت دارۍ د عزم پخلے وكړو او قامي پرمختيائي تګلارې بشپړولو كښې ئې د ادارې پرله پسې مرسته وستائيله۔ده ووئيل د پاكستان پرمختيائي تګلاره په ’’اړان پاكستان‘‘ پروګرام اډانه ده د كومي بنياد چې په 5 ترجيحي ستنو اېښودلے شوے چې پكښې برآمدات، ډيجيټلائزيشن، ماحوليات، توان او مساوات شامل دے۔ پروفيسر احسن اقبال د منصوبه بندۍ وزارت سره د يو اين ډي پي پخوانۍ مرستې ستائيلو سره ووئيل ادارې اېس ډي جي سپورټ يونټس د لارې كوټلي پرمختيائي اهداف تر ځائې كچي منتقل كولو او د 2025 اېس ډي جيز پاليسي ډائيلاګ فار ايكشن كولو كښې مهم كردار ترسره كړے۔ملاقات كښې د پاكستان په ’’اېس ډي جي پلس پروګرام‘‘هم د خيالاتو څرګندونه وشوه چې مقصد ئې په صوبائي كچه زيات مؤثره شموليت او ځائې اقدامات د لارې كوټلي پرمختيائي اهداف په نفاذ كښې تندي راوستل دي۔









