رياض۔14 جولائي (اے پي پي) د سعودي عرب داخله وزارت په هغه غېر ملكيانو د لويو جرمانو لګولو توثيق كړے كوم چې د وېزا په ختمېدو هېواد څخه په تللو كښې تاخير كوي ۔ د العربيه اردو تر مخه داخله وزارت په دې خبره زور راوړے دے چې كوم غېر ملكي د انټري ويزا مودې په ختمېدو بېرته ستنېدو كښې تاخير وكړي هغه له به 50 زره رياله جرمانه …
په وېزا ختمېدو د سعودي عرب نه وتلو كښې په تاخير د سختو سزاګانو وركولو اعلان
رياض۔14 جولائي (اے پي پي) د سعودي عرب داخله وزارت په هغه غېر ملكيانو د لويو جرمانو لګولو توثيق كړے كوم چې د وېزا په ختمېدو هېواد څخه په تللو كښې تاخير كوي ۔ د العربيه اردو تر مخه داخله وزارت په دې خبره زور راوړے دے چې كوم غېر ملكي د انټري ويزا مودې په ختمېدو بېرته ستنېدو كښې تاخير وكړي هغه له به 50 زره رياله جرمانه ٬ شپږ مياشتې زندان او د ملك بدر كولو سزا وركولې شي ۔ داخله وزارت وګړو ته مكه مكرمه ٬ مدينه منوره ٬ رياض او الشرقيه په سيمو كښې په هيلپ لائن 911 او د مملكت پاتي سيمو كښې په هيلپ لائن 999 باندې كال كولو سره د استوګنې ٬ محنت او د پولې امنيت د قوانين د خلاف ورزۍ كوونكو د اطلاع وركولو غږ كړے دے ۔










