اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) د وفاقي تعليم وزيرِ مملکت ډاکټر وجيهه قمر د نيشنل يونيورسټي آف ماډرن لينګويجز (نمل) په دستوره كښې ګډون وكړو٬ چرته چې د مسلم ورلډ ليګ سيکرټري جنرل عالي شيخ ډاکټر محمد بن عبدالکريم العيسيٰ له د مذهبونو ترمېنځه همغږۍ، اعتدال پسندۍ، شريك سوله ايز سباٶن او د اسلام حقيقي امن پسند پېغام ته ودې وركولو لپاره د غېر معمولي نړيوالو خدماتو …
د وزير مملکت ډاکټر وجيهه قمر د نمل په دستوره كښې ګډون

مزید خبریں
اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) د وفاقي تعليم وزيرِ مملکت ډاکټر وجيهه قمر د نيشنل يونيورسټي آف ماډرن لينګويجز (نمل) په دستوره كښې ګډون وكړو٬ چرته چې د مسلم ورلډ ليګ سيکرټري جنرل عالي شيخ ډاکټر محمد بن عبدالکريم العيسيٰ له د مذهبونو ترمېنځه همغږۍ، اعتدال پسندۍ، شريك سوله ايز سباٶن او د اسلام حقيقي امن پسند پېغام ته ودې وركولو لپاره د غېر معمولي نړيوالو خدماتو په اعتراف كښې د ډاکټريټ اعزازي ډګري وركړې شوې ۔ په ستوره كښې د سعودي سفير نواف بن سعيد المالکي، اعليٰ سرکاري چارواكو٬ سفيرانو، د تعليم پوهانو او د ژوند بېلو برخو سره تعلق لرونكو نوړو شخصيات ګډون كولو۔ په دې موقع ډاكټر وجيهه قمر په دې خبره زور رواړو چې تعلیم د برداشت، روادارۍ، شمولیت او د سماجي همكارۍ د ودې لويه او موثره ذريعه ده٬ د تعليمي ادارو ذمه واري ده چې ھغوي په نوي كول كښې د انسانيت د احترام ، تنقیدی سوچ، ذمه وار و شهري شعور او د سولئيز شريك سباون په اړه شعور زيات كړي دغسې چې يو بهتر او تل پاتې ټولنه جوړول ممكنه شي










