د خيبر پښتونخوا په 23 ضلعو كښې د ټاكنو كولو لپاره به په 15 ورځو كښې مشاورت كولې شي۔ اليکشن کميشن

  اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) اليکشن کميشن د خېبر پښتونخوا چيف سيکرټري څخه د بلدياتي انتخاباتو په اړه د صوبائي کابينې لخوا استولې شوې سمرۍ نقل غوښتلو  سره پرېكړه كړې ده چې د خيبر پښتونخوا په 23 ضلعو كښې د انتخابات كولو لپاره نيټې له په 15 ورځو كښې به بيا مشاورت كولې شي۔ د نهې په ورځ د جاري بيان له مخئ چيف اليکشن کمشنر سکندر …

 

اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) اليکشن کميشن د خېبر پښتونخوا چيف سيکرټري څخه د بلدياتي انتخاباتو په اړه د صوبائي کابينې لخوا استولې شوې سمرۍ نقل غوښتلو  سره پرېكړه كړې ده چې د خيبر پښتونخوا په 23 ضلعو كښې د انتخابات كولو لپاره نيټې له په 15 ورځو كښې به بيا مشاورت كولې شي۔ د نهې په ورځ د جاري بيان له مخئ چيف اليکشن کمشنر سکندر سلطان راجه په مشرۍ كښې د خېبر پښتونخوا په 23 ضلعو كښې د بلدياتي انتخابات نيټې ټاكلو په اړه مهمه غونډه وشوه چې پكښې د الېكشن كمېشن غړٶ، د اليکشن کميشن سيکرټري او د صوبائي حكومت لخوا چيف سيکرټري و سيکرټري لوکل ګورنمنټ او د اليکشن کميشن نورو چارواكو ګډون وكړو ۔ چيف اليکشن کمشنر د بلدياتي حکومتونو په اهميت رڼا اچولو سره ووئيل  د آئين  آرټيکل اے۔ 140 له مخې بلدياتي انتخابات كول يوه آئيني تقاضا ده او د اليکشنز ايکټ دفعه 219(4) له مخئ د بلدياتي حکومتونو موده په ختمېدو په 120 ورځو كښې اليکشن کميشن د بلدياتي  انتخابات كولو پابند دے۔ اليکشن کميشن ته په دې موقع ووئيل شول په خېبرپښتونخوا كښې د بلدياتي ادارو موده  پرله پسې  په 14مارچ او 19جون 2026 ختمه شوې ده