اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي پاك پوځ يواځې يوه اداره نه ده، بلکه د قام د وقار، سلامتيا او بقا علامت ده ، زمونږ سکون لرونكے خوب او آزادي په پولو د ولاړو ځوانانو د قربانو نتيجه ده۔د نهي په ورځ د سماجي رابطه په ويب سائټ ايکس په خپل يو بيان كښې ده ووئيل د …
پاك پوځ يواځې يوه اداره نه ده، بلکه د قام د وقار، سلامتيا او بقا علامت ده ۔د پارلماني چارو وفاقي وزير
اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي پاك پوځ يواځې يوه اداره نه ده، بلکه د قام د وقار، سلامتيا او بقا علامت ده ، زمونږ سکون لرونكے خوب او آزادي په پولو د ولاړو ځوانانو د قربانو نتيجه ده۔د نهي په ورځ د سماجي رابطه په ويب سائټ ايکس په خپل يو بيان كښې ده ووئيل د واورو په ډكو غونډيو، ريګستانونو او د ترهه ګرۍ په ضد په هر ډګر ځوانان د خپلو ځانونو قربانۍ وركوي۔د شهيدانو په وينه ليكلے شوے تاريخ په كوم سياسي بيان، طنز يا ټوقه نه شي ختميدے ،د عظيمو قربانو قدر په هيڅ صورت نه شي كميدلے۔ده ووئيل اختلافِ د ټولو حق دے، خو د هېواد د محافظو عزت او د شهيدانو د ويني احترام زمونږ شريكه ذمه واري ده،كله چې هم هېواد ته حاجت پیښ شوے ،د پاکستان ميړنو ځوانانو د ’’پاکستان پهلے‘‘عملي ثبوت وركړے دے۔










