اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) د افغان طالبان رجيم ناوړه پاليسيو او انتظامي نااهلۍ اولس او په خاص توګه د كوچنيانو سباؤن زيان سره مخ كړے۔تفصيلات له مخې د ملكرو ملتونو ادارې يونيسيف افغانستان كښې د غذائي بحران په اړه هنګامي خبردارے جاري کړے۔د يونيسيف تازه رپورټ له مخې افغانستان كښې د غذائي تحفظ زيات شوے نشتوالے، د روغتيا ناوړه صورتحال او د پاكو اوبو كمي له …
افغانستان كښې غذائي بحران زيات شو،90 فيصده كوچنيان ځپلې شوي، يونيسيف نوے رپورټ جاري كړو
اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) د افغان طالبان رجيم ناوړه پاليسيو او انتظامي نااهلۍ اولس او په خاص توګه د كوچنيانو سباؤن زيان سره مخ كړے۔تفصيلات له مخې د ملكرو ملتونو ادارې يونيسيف افغانستان كښې د غذائي بحران په اړه هنګامي خبردارے جاري کړے۔د يونيسيف تازه رپورټ له مخې افغانستان كښې د غذائي تحفظ زيات شوے نشتوالے، د روغتيا ناوړه صورتحال او د پاكو اوبو كمي له امله كوچنيان زيات د غذائي بحران ښکار دي۔افغانستان كښې شوې سروے كښې انکشاف شوے چې نزدې 37 لکهه افغان كوچنيان د زيات غذائي عدم تحفظ ښکار دي۔90 فيصده ته روزمره خوراك كښې د صحت منده روزنې لپاره ضروري اجزاء نه ترلاسه كيږي۔د سمدستي درملني او اضافي خوراك محتاج 85 فيصده كوچنيانو عمرونه د دوو كلونو څخه هم كم دي۔











