اسلام آباد۔ 14 جولائي (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري د فرانس په قامي ورځ د فرانس خپل هم منصب ايمانوئل مېكرون او فرانسوي اولس ته مباركي وركړې ده ۔ د نهې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ نه جاري ببان تر مخه خپل د مباركۍ پېغام كښې صدر آصف علي زرداري ووئېل پاكستان د فرانس سره خپلو زړو اړيكو او ګن اړخيزې همكارۍ ته ډېر …
صدر مملكت آصف علي زرداري د فرانس په قامي ورځ د فرانس صدر ايمانوئل مېكرون ته مباركي وركړه
اسلام آباد۔ 14 جولائي (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري د فرانس په قامي ورځ د فرانس خپل هم منصب ايمانوئل مېكرون او فرانسوي اولس ته مباركي وركړې ده ۔ د نهې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ نه جاري ببان تر مخه خپل د مباركۍ پېغام كښې صدر آصف علي زرداري ووئېل پاكستان د فرانس سره خپلو زړو اړيكو او ګن اړخيزې همكارۍ ته ډېر اهميت وركوي كومه چې په شريك اخترام ٬ اقدارو ٬امن٬ په تل پاتي ترقۍ او د نړيوال قانون په نه كمزوري كېدونكې تړون اډاڼه ده۔ صدر مملكت د دې باور څرګندونه وكړه چې د دواړو هېوادونو تر مينځه نزدې مرسته به د شرېكې خوښې په څانګو كښې لا پراختيا ومومي چې ورسره به دوه اړخيزه د دوستۍ رشته لا مستحكمه شي او د دواړو هېوادونو د اولس خوشحالۍ او ښېګړې ته به وده تر لاسه شي۔ صدر آصف علي زرداري د شريكو اړيكو لا پراخه كولو او د شرېكې خوښې په چارو په زياتره فورمز د مرستې لا زياتولو لپاره د پاكستان د عزم هم پخلے وكړؤ۔











