واشنګټن۔ 14 جولائي (اے پي پي) د كوزرنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي واشنګټن كښې د ايف بي آئې هېډ كوارټر دوره وكړه چرته چې هغه د ادارې ډائرېكټر كاش پئيل سره ملاقات وكړو چې پكښې په مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ په ايكس خپور پېغام كښې د كاش بئيل وېنا وه د ايف بي آئې په هېډكوارټر كښې د پاكستاني داخله وزير كوربتوب د درناوي خبره …
د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د ايف بي آئي هېډكواټر دوره ٬ ډائرېكټر سره ملاقات كښې په بېلا بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه
واشنګټن۔ 14 جولائي (اے پي پي) د كوزرنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي واشنګټن كښې د ايف بي آئې هېډ كوارټر دوره وكړه چرته چې هغه د ادارې ډائرېكټر كاش پئيل سره ملاقات وكړو چې پكښې په مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ په ايكس خپور پېغام كښې د كاش بئيل وېنا وه د ايف بي آئې په هېډكوارټر كښې د پاكستاني داخله وزير كوربتوب د درناوي خبره ده ٬ منطقه كښې د امريكې د مفادات تحفظ لپاره ايف بي آئې د دوي د مرستې د زړه نه ستئانه كوي۔د ملاقات په مهال هېواد او بهر د ترهه ګرۍ مالي معاونت ٠ كاونټر تېرارزم فنانسك) مخ نيوي او د سائبر پلټنو مقابلې لپاره د وسائلو په وركړه او د خاص تربيې سهولت وركولو په اړه خبرې وشوې۔ د كاش پئيل وېنا وه زمونږ همكاري ډېره مهمه ده او مونږ په سباون كښې لا كاميابۍ غواړو










