اسلام آباد۔ 13 جولائي (اے پي پي) سپرېم كورټ آف پاكستان عدالتي او انتظامي چارو كښې د جديد ټېكنالوجي په كارولو د انصاف وركولو نظام لا موثر ٬ سپېځلے او اولس دوسته جوړولو لپاره د ډيجېټل بدلون پروګرام كښې مهم ګام اغستے دے ۔ عدالت د ټولو ځنډېدونكو مقدمو رېكارډ په كاميابۍ سره ډېجېټلائز كولو يو جامع د ډېجېټل عدالتي نظام بنياد اېښودے دے۔ د سپريم كورټ د اړخه …
د قانوني نظام ډيجټلائزېشن كښې مهم پېشرفت٬ سپريم كورټ د ټولو ځنډېدونكو مقدمو رېكارډ ډېجټل كړو
اسلام آباد۔ 13 جولائي (اے پي پي) سپرېم كورټ آف پاكستان عدالتي او انتظامي چارو كښې د جديد ټېكنالوجي په كارولو د انصاف وركولو نظام لا موثر ٬ سپېځلے او اولس دوسته جوړولو لپاره د ډيجېټل بدلون پروګرام كښې مهم ګام اغستے دے ۔ عدالت د ټولو ځنډېدونكو مقدمو رېكارډ په كاميابۍ سره ډېجېټلائز كولو يو جامع د ډېجېټل عدالتي نظام بنياد اېښودے دے۔ د سپريم كورټ د اړخه د ګل په ورځ د جاري اعلاميه تر مخه عدالت د 44 زره 995 ځنډېدونكو مقدمو فائلونه سرچ اېبل او سي آرمېټ كښې سكېن ٬ بار كوډ ٬ ډېجېټل كېټلاګ او كېس انفارمېشن منېجمنټ سسټم (سي آئې ايم ايس ) سره منسلك كړې دي۔ په دې مهال د معمول عدالتي كاروائۍ هم روانې وې او په ډېجېټل كړو مقدمو كښې د 11 زره 999 مقدمو فېصلې اورولې شوي دي۔ ۔ د اعلاميه تر مخه د سپريم كورټ په تاريخ كښې په وړومبي ځل ټولې د اورېدو لاندې مقدمې د معزز ججانو د كمېټۍ جوړ كړي منظم فرېم ورك لاندې د اختيار دائرې او نوعيت تر مخه درجه بندي مكمل كړې شوې ده۔ دې مقدمو لپاره خاص كېټېګرېشن سېل د ټولو مقدمو منظمه درجه بندي وكړه د كومې څخه چې د مقدمو موثر انتظام ٬ د شمېرو تر مخه منصوبه بندي ٬ ښه اورېدونكے شېډول او د عدالتي وسائلو په ترجيحي بنيادونو وېش به ممكن شي۔











