ميرمنو لپاره او د آئي سي وزارتي كنفرنس په كاميابۍ سره تر سره شو٬پاكستان به د مسلمانانو ميرمنو سماجي٬معاشي او سياسي پرمختګ لپاره فعاله كردار تر سره كوي۔سينيټر اعظم نذير تارړ

  اسلام آباد 13 جولائي (اے پي پي)د بشري حقونو وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئېلي دي پاكستان كښې او آئي سي د ميرمنو په چارو په ره  9م وزارتي كنفرنس په كاميابۍ سره تر سره شو ٬  د دې نه پس د تنظيم مشري پاكستان ته منتقل كړی شوه۔دا د پاكستان لپاره د درناوي سره يوه مهمه ذمه واري هم ده٬پاكستان به د ټولو غړو رياستونو په مرسته د …

 

اسلام آباد 13 جولائي (اے پي پي)د بشري حقونو وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئېلي دي پاكستان كښې او آئي سي د ميرمنو په چارو په ره  9م وزارتي كنفرنس په كاميابۍ سره تر سره شو ٬  د دې نه پس د تنظيم مشري پاكستان ته منتقل كړی شوه۔دا د پاكستان لپاره د درناوي سره يوه مهمه ذمه واري هم ده٬پاكستان به د ټولو غړو رياستونو په مرسته د اسلامي ميرمنو سماجي٬معاشي او سياسي پرمختګ لپاره فعاله كردار ادا كوي۔ده د ګل په ورځ د او آئي سي ميرمنو چارو په ړه د  9م وزارتي كنفرنس نه پس خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔د قانون او انصاف وزير مملكت بيرسټر عقيل ملك٬د بشري حقونو پارليماني سېكرټري صبا صادق٬د بشري حقونو وزارت سېكرټري عبدالخالق شيخ٬د او آئي سي اسسټنټ سېكرټري او شريك پلاوي كنفرنس كاميابه كولو كښې بشپړه مرسته كړې۔ده ووئيل  د دوه ورځنۍ غونډې په مهال شوے مشاورت او سفارشات غړو هېوادونو په متفقه توګه منظورولو سره د دې عزم پخلے كړے چې د اسلامي نړۍ ميرمنې به په معاشي٬سياسي او سماجي ميدانونو كښې خپلواكه كولې شي دغسې چې دوي د سړو سره اوږه په اوږه د خپلو هېوادونو او منطقو په پرمختګ كښې موثر كردار ادا كړي۔وفاقي وزير ووئيل  كنفرنس كښې جديد ټېكنالوجۍ٬اختراع او د ډيجيټل موقعو څخه د ميرمنو مستفيد كولو ته خاص پام وكړے شو ۔ده ووئيل  غړي هېوادونه به دا خبره باوري كولو لپاره خپل وسائل وكاروي دغسې چې ميرمنې جديد ټېكنالوجۍ څخه ګټې پورته كولو سره خپل٬د خپلې كورنۍ او خپل هېواد پرمختګ كښې بشپړ كردار ادا كړي۔وفاقي وزير د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ او رهنمائۍ كښې د هغه خاص مننې كولو سره ووئيل  د پاكستان اولس په دې كامياب نړيوال ايونټ كولو د مباركۍ مستحق دے۔ده ووئيل  پاكستان په د او آئي سي غړو هېوادونو مرستې څخه د مسلمانو ميرمنو د حقونو تحفظ٬ پرمختګ او ښه سباؤن لپاره به خپلې ذمه وارۍ  په ښه ډول ادا كوي۔