د خپلې خاورې نه به د چا خلاف د بريدونو كولو اجازه ورنه كړو٬ عراق

  رياض۔13 جولائي (اے پي پي)  عراق وئېلي دي  د  خپلې خاورې  يا فضائي حدونو څخه به   په مملكت ٬ د خلېج مرستې كونسل  يا د منطقې په نورو هېوادونو د كومې كاروائۍ  يا د بريد   لپاره د لانچنګ پېډ په حېث د اسعمال اجازه  ورنه كړو۔د اردو نيوز تر مخه  دا خبره د عراق نائب وزيراعظم و خارجه وزير داكټر فواد حسېن د سعودي خارجه وزير فېسصل بن فرحان …

 

رياض۔13 جولائي (اے پي پي)  عراق وئېلي دي  د  خپلې خاورې  يا فضائي حدونو څخه به   په مملكت ٬ د خلېج مرستې كونسل  يا د منطقې په نورو هېوادونو د كومې كاروائۍ  يا د بريد   لپاره د لانچنګ پېډ په حېث د اسعمال اجازه  ورنه كړو۔د اردو نيوز تر مخه  دا خبره د عراق نائب وزيراعظم و خارجه وزير داكټر فواد حسېن د سعودي خارجه وزير فېسصل بن فرحان سره تېره ورځ د ملاقات په مهال وكړه۔ ملاقات كښې د سعودي عرب  او عراق په اړيكو  او دا په مختلف څانګو  كښې د مضبوطولو لارو چارو جاج واغستلے شو۔ دواړو خارجه وزيرانو  د منطقې  په اوسني صورتحال  او د شرېكې خوښې په چارو هم خبرې وكړې۔ دغې نه بس  بيا د سعودي  او عراق چارواكو  د يوې شرېكې غونډې مشري وكړه ۔ په غونډه كښې د قامي خود مختارۍ د احترام ٬ په ښه ګاونډيتوب ٬ د رياستونو په كورنيو چارو كښې د لاس نه وهلو  او د كوم هم هېواد خاوره  د نورو هېوادونو خلاف د كارولو  اجازې نه د انكار په اهميت زور راوړلے شو۔  عراق د دې عزم پخلے وكړو  چې هغه به خپله خاوره  يا فضائي حدود د  سعودي عرب٬  د جي سي سي هېوادونو  يا د منطقې نورو هېوادونو  په نښه كولو  لپاره بريدونو يا لانچنګ بېډ په توګه د كارولو اجازه  ورنه كړي۔  غونډه كښې د عراق  د سلامتيا  او د استحكام مرستې  ٬  د هغوي د قامي ادارو مضبوطولو  ٬ دوه اړخيزه مرستې  او د هم غږۍ دوامدارې ساتلو  په اهميت زور راوړلے شو۔